روژه او نبوي لارښوونې (شپږمه برخه) روژه د تقوی میاشت

د استاد حامد افغان ليکنه:

روژه د تقوی میاشت

اسلامي شریعت هڅه کوي چې مومنان باید د تقوی په ګاڼه ځانونه وپسولي، ځکه تقوی په دنیا کې د مومن پر ژوند دروند اغېز کوي او د تقوی په برکت مومن په اخرت کې هم ستر انعامونه او لویې ګټې ترلاسه کوي. ځکه اسلام هرځای متقیان ستایلي او هرځای یې مومنان هڅولي چې د متقیانو له کاروان سره مله شئ، د شریعت امرونه او منهیات (هغه شیان چې منعه ورنه راغلې ده) که له زړه سره اړیکه لري یا له اندامونو سره ټول شرعي نصوص په همدې حقیقت ټينګار کوي.

تقوی څه شی ده؟

د تقوی اصلي (لغوي) معنا له ضرري شي د یوه شي ساتل دي، مصدر یې وقایه ده، لکه قران کریم کې په همدې لغوي معنا دا لفظ کارول شوی دی. وَوَقَاهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ . (الدخان: 56) داراز حدیث کې هم راغلی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : له اوره ځانونه وساتئ، که د خورما په یوه ټوټه سره وي هم. اتَّقوا النار ولو بشق تمرة. رواه البخاري (1413)، ومسلم (2347)

په اصطلاح کې د “تقوی” څو تعریفونه شوي دي خو ښه تعریف یې هغه دی چې مشهور تابعي طلق بن حبیب رحمه الله کړی دی. هغه یوه ورځ شاګردانو ته وویل: کله چې فتنې رامنځته شي په تقوی سره یې ووژنئ. هغوی وویل: تقوی څه شی ده؟ ده ورته وویل: تقوی دا ده چې د الله د رحمت ترلاسه کولو او د هغه له عذابه د ځان ژغورلو په نیت د الله د بصیرت په رڼا کې د الله پیروي وکړې. رواه ابن أبي شيبة في “مصنفه” برقم (30993)

تقوی د زړه ځانګړی حالت دی او د ایمان خورا لوړ مقام دی، دې مقام ته رسېدل ډېرې هڅې او لویه مجاهده غواړي، متقي انسان په پټه او ښکاره دواړو یوشان له خپل خالق نه ویریږې. او د ژوند په هر پړاو کې د الله امرونو او د الله د دین غوښتنو ته متوجه او بیدار وي، د شریعت له لارې په کمه کږیدنه او د شیطان په وسوسو سره سمدستي متوجه کیږي او بېرته د حق لارې ته ځان برابروي، متقي انسان د شیطان د وسوسو او د هغه د ټولو حرکاتو په اړه پوره حساس او سخت بیدار وي، که ډېره وړه شیطاني اندېښنه یې په سر کې راتاو شي سمدستي یې خپله تقوې ورته متوجه کوي. او له هغې شیطاني وسوسې یې منعه کړي.

د تقوی او متقیانو د حالت د ښه وضاحت لپاره دا لاندې ایت درته ژباړو: إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَاهُم مُّبْصِرُونَ. الأعراف : 201) ، یعني بېشکه هغه خلک چې تقوی یې خپله کړې ده چې کله یې شیطان ګناه ته وبولي د الله وعده او وعيد ور یاد شي نو بیا دوی ليدونکي وي.

د تقوی شهید

امام ابن عساکر رحمه الله په خپل تاریخ کې لیکي: یوه ځوان په یوه جومات کې عبادت کاوه، یوې ښځې نه پرېښوده او بد کاري ته یې هڅوه، بله ورځ ځوان له دې ښځې سره د بدکاري په نیت روان شو، په لاره کې یې دا ایت وریاد شو او بې هوښه ولویدی! چې کله بیدار شو ښځې بیا بلنه ور کړه، دی دویم ځل هم بې هوښه ولویدی او وفات شو! عمر رضي الله عنه یې پلار ته د تسلیت لپاره ورغی خو هغه یې په شپه کې دفن کړی و، عمر او ورسره ملګري یې د ځوان قبر ته ولاړل په هغه یې د جنازې لمونځ وکړ، وروسته يې عمر د قبر خواته ودریدی او ویې ویل: ای ځوانه! ولمن خاف مقام ربه جنتان ) [ الرحمن : 46 ] یعني څوک چې د الله له شان نه وويریږي هغه ته دوه جنتونه دي، هغه ځوان له قبر نه ورته وویل: ای عمره ! ما ته الله جل جلاله هغه دواړه جنتونه راکړل. د تفسیر ابن کثیر په حواله.

کله چې کوم انسان رښتینې تقوی غوره کړي دا تقوی یې هیڅ ډول ګناه او بدکاري ته نه پریږدي. ګواکي له لاسه یې ټینګ نیولی وي، ښو کارونو ته یې هڅوي او له بدو یې منعه کوي. تقوی له انسان سره هر وخت مله وي او داسې ورسره نښتې وي لکه د بدن جامې یې، قرانکریم وایي: وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ ءَايَاتِ اللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ }(الأعراف : 26) یعني او تاسو ته مو د تقوی جامې درکړې دي دا ډېرې غوره دي دا د الله له نښو نه دي څو دوی پند او تذکیر ترلاسه کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button