اشرف غني د ۱۲زره نورو بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ

عزم(دوشنبه، ۰۸غويي، ۱۳۹۹ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، نن له غرمې مخکې په ارګ کې د غويي د اتمې یعنې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله‌وال یرغل پر وړاندې د افغانانو د برحقه جهاد د بریالیتوب په مناسبت د بندیانو د بښنې فرمان نهایي شو، چې له مخې به یې زرګونه زندانیان ازاد شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سرور دانش او همدارنګه د افغانستان د زندانونو عمومي رئیس ته دنده وسپارل شوه، چې د دې فرمان جزئیات د رسنیو له لارې ولس سره شریک کړي.

د نوي فرمان له مخې، د غويي میاشتې د اتمې په مناسب به ۱۲۳۹۹نور بندیان هم خوشې شي او دغه اقدام د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه د هغه توشیح شوي فرمان په تعقیب کېږي چې له امله یې په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان له مختلفو زندانونو څخه زرګونه بندیان خوشې شوي وو.

د افغانستان د زندانونو د چارو تنظیم مشر راشد توتاخېل وايي، دغه بندیان د افغانستان له ټولو زندانونو خوشې کېږي، چې تر ډېره جنايي بندیان او ښځې به پکې هم وي.

د توتاخېل په خبره، اشرف غني له دې وړاندې د کرونا د مخنیوي په موخه د ۱۰زره بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړی و، چې تر دې مهاله له یاد شمېر څخه ۶۱۲۴بندیان خوشې شوي او د نوي فرمان له مخې به هم ۱۲۳۹۹بندیان خوشې شوي، چې د ټولو بندیانو شمېر ۱۸۳۹۹کسانو ته رسېږي.«د فرمان پلي کول د زندانونو دنده ده. د فرمان پلي کول دې له همدې شېبې پیل کړي. شپه او ورځ دې کار وکړي، مخکې تر هغه چې د کرونا کومه پېښه هلته رامنځ ته کېږي، موږ باید ګڼه ګوڼه له منځه یوسو.»

دی وايي، څه موده وړاندې هم اشرف غني د یوه فرمان له مخې د څه باندې لس زرو بندیانو د خوشې کولو امر کړی وو، خو هغه وخت، د بندیانو عمر، روغتیايي حالت او د بند موده په پام کې نیول شوې وه. خو د نوي فرمان له مخې، دا فرمان تر ډېره د جرم په بڼې ټینګار کوي، یعنې د پخوانیو فرمانونو برخلاف چې هلته د بند موده معیار وو، خو دلته د جرم بڼه معیار دی. نو له مخې یې ټول هغه بندیان چې ولسمشر یې د عفوې واک لري په دغه فرمان کې شاملېږي.«د وسله‌والو غلاوو او انسان تښتونې جرمونو ترسره کوونکو ته یو څه تخفیف ورکول کېږي، خو له بنده به نه خوشې کېږي. بله دا چې خوشې شوي بندیان به د امنیه قومندانیو تر څار لاندې وي چې بیا په کوم جرم لاس پورې نه کړي.»

له دې وړاندې اشرف غني د سولې بهیر کې د پرمختګ لپاره او کرونا سره د مبارزې په هدف د ۱۵۰۰طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړی و؛ خو تراوسه یوازې ۵۵۰بندیان خوشې شوي، چې ډېر یې د زاړه عمر دي او یا یې د بند موده پوره شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button