استعمار او په وړاندي یې مبارزه کول

عنایت الله خاموش
استعمار د زورورو هیوادونو یا قوتونو له لوري د کمزوره هیوادونو یا قوتونو هر اړخیز لاندي کولو او د هغوی له هر څه حخه د ځان په استعمالولو ته وايي. د استعمار له مهمو بد ګڼو څخه دا ده چي استحمار ور سره ملګری وي. نو کله چي یو هیواد استعماریږي، وګړي یې په مستیقیم یا غیز مستقیم ډول غفلت ته هڅول کیږي او د مستععمره هیواد خلک په چټي یا دویم درجه کارونو بوخت کړل شي او اساسي حقوق یې هېر او له پامه وغورځول شي.
دا چي استعماري قوتونه په زور یا په خوښه کمزوره هیوادونه تر خپل تسلط لاندي راولي، طبیعي ده چي خپلي مفکورې د همغه هیواد پر عوامو د زور یا هم چل- فریب له لاري تپي. د ځینو هیوادونو وګړي اکثراً یې ورته لیواله وي او پردیو مفکورو ته ځکه خوشحاله وي، چي دوی ګومان کوي چي همدغه پردۍ مفکورې به ورته ګټه ورسوي او ژوند به یې هوسا کړي؛ استعمار که څه هم په ظاهره هوساینه او د ملت غولوني لپاره برنامې لري، مګر په حقیقت کي استعمار ډیر ترخه عواقب له ځان سره لري او که چیرته یې مستعمره هیوادو وګړي تابعداري وکړي، نو سلګونه کلونه به پر ځان د بسایني، نوښت او خپلواکي روحیه وبایلي او تل به د نورو د لتسنیوي په تمه وي. یعني دا چي خپل حقیقي پرمختګ به له پامه غورځوي او په چټي او هغه چارو به مصروف وي چي د دوی لپاره به ناوړه پایلي لري. لکه زموږ ګران هیواد افغانستان چي اوس مهال د استعمار تر سیوري لاندي دی او وګړي یې په فالتو او عبس کارونو لګیا دي او خپل پرمختګ یې د استعمار په دوام او د پردیو په مرستو پوري تړلی دی.
بل پلو ته بیا د ټولنو اکثریت یا ځیني ویښ مزاجه وګړي را ولاړیږي او د استعمارګرو- یرغلګزو په وړاندي مبارزه پیلوي. دغه کسان د خپلي ټولني/ هیواد د عُلیا ګټو په موخه د زور او سوله ییزو حرکتونو له لاري د ملت ژغورني په موخه میدان ته را دانګي او هر ډول قربانۍ ته یې ځانونه وقف کړي وي؛ ترڅو خپله ټولنه له بدو عواقبو او د پردیو له سلطې څخه وژغوري.
دغه کسان د ټولني حقیقي و اصلي مبارزین دي. دوی قربانۍ ورکوي او د بریا په صورت کي ترې رهبران جوړیږې. کله چي بریالي کیږي او په ټولنه کي د رهبرانو په توګه ومنل شي، بیا نو یو دروند مسؤولیت ور ترغاړي کیږي، چي د استعمار په وړاندي له مبارزې هم دروند دی. ځکه د ملت جوړوني او په یوه چوکاټ کي د راټولوني مسؤولیت ورتر غاړي کیږي.
نو د استعمار په وړاندي مبارزه کول هغه مهال بریا ته رسیدونکې، میدان ګټونکې او ملت جوړونکې ده چي تر واحدي قوماندې لاندي مبارزه وکړل شي او ټول مبارزین د یوه امیر تر امر لاندي، اصولو ته په پام سره عمل وکړي.
لکه د شوروي او امریکايي استعمار په وړاندي د افغان ملت مبارزه چي دواړه د یوې موخي لپاره ترسره شوې؛ خو مختلیف عواقف یې درلودل. د شوروي په مقابل کي مبارزین په مختلیفو جبهو کي سره منسجم ول او واحدي قوماندې شتون نه درلود، چي په پایله کي یې د افغانستان د تباهۍ سبب شو؛ خو د امریکا په وړاندې مبارزین د واحدي قوماندې ترچتر لاندي سره راټول شول او د بریا په صورت کي به هیواد د بحران پر ځای سم لوري ته ځي. ځکه ټول د یوه امر تر قومانده لاندي دي او موخه یې هم روښانه ده، چي د هیواد خپلواکي، اسلامي نظام راوستل او خپل هیواد په پښو درول او د پردیو له اغیز څخه ژغورل دي.
امید دی چي د امریکايي اشغال له پایته رسیدلو وروسته به د هیواد عُلیا ګټي په نظر کي نیول کیږي او هغه څوک به مسؤولیت اخلي چي وړتیا یې ولري او ټول تمرکز به په پنځونو او لاسته راوړنو وې.
نو د هیواد ټول وګړي باید شخصي ګټي له پامه وغورځوې او د ګران هیواد د پرمختک لپاره باید د هیواد ژغورونکي صف سره یو ځای او د اسلامي عقایدو په چوکاټ کي د خپل پرمختګ لپاره هاند او کوښښ وکړي.
درنښت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button