پکتیا:خلکو او پولیسو ډاکټران وهلي، ډبولي

عزم (پنج شنبه،۱۱غویی، ۱۳۹۹):د پکتیا ولایت سیمیز چارواکي وایي ددغه ولایت په ملکي حوزوي روغتون کې یو شمیر عامو خلکو او پولیسو پر ډاکټرانو برید کړی او هغوی یې وهلي ډبولي دي.
سیمیزې سرچینې وایي، پیښه نن د ورځې شاوخوا دولس بجې رامنځته شوې او د ډاکټرانو په وینا چې يادو کسان له دې امله ور سره فزیکي برخورد کړی، چې په خبره يې ولې د دوی د يوه ناروغ چې کرونا ناروغي یې درلوده،  د سمپل نتيجه په خپل وخت نده راغلې.

د روغتون له CCTV امنیتي کېمرو کې تر لاسه شوې ویډیو کې ښکاري چې ځینې کسان پر ډاکټرانو باندې د لرګیو او ډبرو وارونه کوي.

ویډیو کې ښکاره مالومیږي چې وروسته څو تنه نظامیان او د پکتیا امنیې قومندانۍ د تروریزم سره د مبارزې مدیر سیدالله هم ورځي او پر ډاکټرانو د توپکو ماشې کش کوي او بریدکونکي کسان د ریاست له ودانۍ باسي او موټرو ته پورته کیږي.

ویل کیږي چې برید کونکي کسان او پولیس د تروریزم سره د مبارزې د مدیر په مرسته له سیمې وتلي دي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي صحي د پیښې د تائید ترڅنګ وایي یاده قضیه په جدي ډول څېړل کیږي او عاملینو ته به یې سخته جزا ورکوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button