نن ورځ؛ تر ۴۰بندي عسکرو وروسته ۱۲نور ملګري یې هم طالبانو له بنده آزاد کړل

طالبان داسې مهال په لسګونو زندانیان له بنده آزادوي چې دولتي بندخونو کې په لسګونو بندیان د کرونا پر وژونکي ناروغي اخته شوي او حکومت په پرلپسې توګه له بندیانو سیاسي استفادې ته دوام ورکوي

عزم (پنج شنبه،۱۱غویی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې څو ګړۍ وړاندې طالبانو وویل چې ګواکې د کندوز په ولایت کې یې ۴۰تنه دولتي منسوبین له بنده خوشي کړي، تازه ددغې ډلې د ویاندویانو لخوا د ګڼو نورو بندیانو د آزادي خبر هم ورکړل شوی دی.
د طالبانو ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«په یوبل ګام کې نن د هغو ۴ تنو عسکرو په ګډون چې د ټپونو او ناروغۍ له امله په ضمانت سره روغتونو ته استول شوي وو، د کابل ادارې ۱۲ تنه نور عسکر هم په کندز ولایت کې له بند څخه خلاص شول.»
شاهین ویلي په دې سره د نن ورځې ټول خلاص شوي بندیان ۵۲ تنو ته رسیدلي دي.

تر اوسه د کابل حکومت د طالبانو لخوا د تازه آزادو شویو بندیانو په هکله کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو وړاندې تر دې یې ویلي وه چې د طالبانو لخوا خوشې شویو بندیانو کې تر ډیره ملکیان دي او هغوی ددوی د ورکړل شوي لیست له مخې دولتي بندیان نه دي آزاد کړي.
طالبانو تازه آزاد شويو بندیانو ته د نورو په څیر هر بندي ته جامې او ۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړې ده.
طالب ویاند سهیل شاهین ویلي، « موږ هڅه کوو چې د بندیانو د خلاصون پروسه سرعت پيدا کړي ترڅو د کرونا ناروغۍ له خطر څخه د بندیانو ژوند وژغورل شي.»

طالبان داسې مهال په لسګونو زندانیان له بنده آزادوي چې دولتي بندخونو کې په لسګونو بندیان د کرونا پر وژونکي ناروغي اخته شوي او حکومت په پرلپسې توګه له بندیانو سیاسي استفادې ته دوام ورکوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button