هلمند: موتربم برید کې تر ۲۰ زیات دولتي سرتیري وژل شوي

عزم (دوشنبه،۱۵غویی، ۱۳۹۹):د هلمند ولایت سیمیز چارواکي وایي، بیګاه ماخوستن مهال ددغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ دیخچال په سیمه کې د ملي اردو او ملي امنیت پرګډ مرکز موټربم برید شوی چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.

د هلمند دوالي ویاند عمرځواک رسنیو ته ویلي چې د موټربم برید له امله یاد پوځي مرکز په بشپړ ډول نړیدلی او د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې ۵ تنه امنیتي کسان وژل شوي دي.
خو د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان بیا ویلي چې دغه موټربم مخکې له دې چې پوځي مرکز ته ورسیږي، د امنیتي ځواکونو لخوا پیژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.
نوموړی وایي چې د موټربم چاودنه کې یواځې یو تن د ملي اردو سرتیری وژل شوی دی.

خو دسیمي څخه امنیتي سرچینې بیا دا ارقام ناسم بولي او ادعا کوي چې په پېښه کې شاوخوا ۲۰ امنیتي کسان وژل شوي او تر ۱۵ زیات ټپیان دي.

طالبانو او یا بلې کومې وسلوالې ډلې تر اوسه  د پیښې رسمي پخلی نه دی کړی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button