هرات کې د ځانګړو ځواکونو یو تن له څو میله وسلو سره طالبانو ته ورغلی

عزم(جمعه، ۱۹ غویی ۱۳۹۹): تیره ورځ دهرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو یو تن کمانډو عسکر له څو میله وسلو سره طالبانو ته ورغلی.

طالبانو د دغه خبر په ورکولو سره ویلي دي چې د یاد ولایت رباط سنګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کشک کهنې ولسوالۍ اړوند د قلعه نزار د کلي اوسیدونکی د نصرالدین په نوم یوتن کمانډو عسکر له دوی سره یوځای شوی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دي چې نوموړی د ځانګړوځواکونو د قل اردو د لومړي بلوک، دریم ټولي لسم کنډک دلومړۍ لوا،مربوط وو چې۳میله m4 توپک، ۳د شپې دوربینونه، لیزران، او ګڼ شمیر مهمات یې هم له ځان سره وروړي دي.

د هرات ولایتي چارواکو په دې اړه تر دا مهاله څه نه دي ویلي، خو طالبان هره بله ورځ د لسګونو عسکرو د ورسره یوځای کیدو خبر ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button