دفاع وزارت وایي لغمان کې د طالبانو به برید کې ۱۱ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم ( دوشنبه، ۲۲ غویی ۱۳۹۹): دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې طالبانو په دولتي سرتیرو برید کړی چې په ترڅ کې یې ۵ سرتیري وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

اعلامیه کې راغلی چې د طالبانو دغه برید که څه هم د امنیتي ځواکونو له لوري په شا تمبول شوی خو ۱۱ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دفاع وزارت ادعا کړې چې په جوابي برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمیره یې نده یاده کړې.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې ادعا کړې چې د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ اړوند په کنجکي سیمه کې یې په هغه قوه برید کړی چې سیمې ته د نوېو پوستو جوړولو لپاره راغلې وه او غوښتل یې چې دولت د واک لمن نورو سیمو ته وغځوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په دغه برید کې یې ۲۴ تنه عسکر ځای پرځای وژلي چې د ۲۰ تنو جسدونه په ولسوالۍ کې او د ۴ تنو جسدونه په کونجکي سیمه کې پراته دي، ۳۰ تنه يې ټپیان کړي، ۳ تنه نور ژوندي نیول شوي او ۱۳ ټانګونه یې له منځه وړي دي.

مجاهد همدا راز ویلي دي چې د وژل شویو او ټپي عسکرو ۳۰ میله وسلې او ګڼ شمیر مهمات هم لاسته ورغلي، خو وایي چې په دغه ټوله جګړه کې یې یواځې یو ملګری وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «په دا وروستیو کې د فعالې دفاع تر عنوان لاندې د کابل ادارې د عسکرو قطارونه د هیواد په مختلفو برخو کې د دوی تر لاس لاندې سیمو ته د عملیاتو او نویو پوستو د جوړیدو په نیت راوځي چې د دوی لخوا له کلک غبرګون سره مخ کيږي او درانه تلفات ګالي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button