د ملکیانو قتل عام: بلخ کې د هوایي برید له امله لوی شمیر ملکیان شهیدان شوي

دسیمې خلکو د ګډوځواکونو د دې جنایت په غبرګون کې پراخ لاریون ترسره کړی او د وژل شویو کسانو جنازې یې هم له ځانه س ناتایید شوي راپورونه وایي چې دولت پلوه ملیشو پر لاریون کوونکو هم ډزې کړې او تلفات یې ور اړولي دي.

عزم (سه شنبه،۲۳غویی، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې تیره شپه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ کې دولت پلوه ځواکونو پر یوه غونډه هوایي برید کړی او ګڼ شمیر ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
سیمیزې سرچینې وایي، پیښه د یادې ولسوالۍ اړوند د “غونډانو” سیمه کې رامنځته شوې، چې د ناتائید شوېو راپورونو پر اساس، په ترڅ کې یې تر ۲۰ زیات ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

ویل کیږي،غونډه د سیمیزو سپين ږیرو او قومي مخورو ترمنځ د خپلې سیمې د ستونزو د هوارۍ په موخه جوړه شوې وه چې هلته هيڅ وسلوالو کسانو شتون نه درلوده.
ځایي خلک وایي چې په وژل شویو کسانو ۹ تنه قومي مشران هم شامل دي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
خو د دفاع وزارت بیا د خپل جنایت پټولو لپاره ټول وژل شوي ملکيان او قومي سپینږیري وسلوال طالبان بللي چې په خبره یې په سیمه کې یې ماینونه ځای پرځای کول.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایی هم ویلي چې طالبانو غوښتل عمومي سړک وکیني او د امنیتی ځواکونو کاروان ته کمین ونیسي چې هوایی برید پرې شوی دی.

خو د سیمې خلک بیا د چارواکو دا پروپاګند په سختو ټکو ردوي او ټول وژل شوي ملکي وګړي بولي.

دسیمې خلکو د ګډوځواکونو د دې جنایت په غبرګون کې پراخ لاریون ترسره کړی او د وژل شویو کسانو جنازې یې هم له ځانه س
ناتایید شوي راپورونه وایي چې دولت پلوه ملیشو پر لاریون کوونکو هم ډزې کړې او تلفات یې ور اړولي دي.

طالبانو وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي بللي او په یوه اعلامیه کې دا برید په سختو ټکو غندلی دی.
طالبانو ویلي« دا د دښمن د وحشت او ظلم چې په ملکي خلکو ړانده بمونه غورځوي او د هغوی ژوند هیڅ اهمیت نه ورته لري، یوه ستره بیلګه بولي»

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید په سختو ټکو غندلی او په هېواد کې یې د تشدد او جگړې له زیاتوالی خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

حامد کرزی یو ځل بیا په جگړه کې له ښکېلو غاړو غواړي چي ورور وژنه او د افغانانو وینه تویېدنه بنده کړي او په هېواد کې د تل پاتې سولې او امنیت د ټینگښت لپاره خپلې هڅې گړندۍ کړي.

https://www.facebook.com/379710058862115/posts/1545095052323604/

خو ځینو دولتي چارواکو پر ملکي وګړو ددغه هوایي برید په هکله خوښي ښوودلې او دا یې په لغمان کې د دولت پلوه ملیشو غچ بللی دی.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دي چې دولتي ملیشې د خپلو وژل شویو منسوبینو غچ له عام ولس څخه اخلي، بلکې تر دې وړاندې یې په لسګونو ځله ورته جنایات ترسره کړي چې د بشرحقونو ادرې او نور نړیوال سازمانونو یې په همغږي سره پر وړاندې چوپتیا ښوودلې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button