د اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې نورې مرستې هم کوي

عزم(سه شنبه، ۲۳ غویی ۱۳۹۹): د کرونا ضد مبارزې لپاره تر دا مهاله افغانستان سره له ۵۰۰ ملیون ډالرو زیاته مرسته شوې، خو داسې ویل کیږي چې اکثره یې د چارواکو جیبونو ته تللي، اوس تازه د اسیا پراختیایي بانک ویلي چې دوی له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد روانه مبارزه کې نوره همکاري هم کوي.

ددغه بانک رییس له اشرف غني سره په خبرو کې ویلي چې کرونا ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده او دوی هڅه کوي له افغانستان سره ددغه وبا په مخنیوي کې مالي مرستې وکړي.

د اسیا پراختیایي بانک تر دامهاله له افغانستان سره د ۴۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده او د نورو مرستو ټټر یې ډبولی چې په خبره یې لا ډېرو مرستو ته تیار دي.

اشرف غني د یاد بانک له دایمي همکاریو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې د یو بل سره ډیرو همکاریو ته اړتیا ده.

د یادونې وړ دی چې د اشرف غني سلاکار وحید عمر، د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز او د عامه پوهاوي د کميټې رئیس د مشرانو جرګې له لوري له دې امله لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي وو چې ګواکې دغه پیسې یې حیف و میل کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button