اعتکاف او مسائل یې دویمه برخه…

 

د معتکف د ځای ځايګي مسئلې

د اعتكاف ستر رکن په جومات کې دننه اوسيدل دي، معتکف لره د اعتكاف په ټولو ورځو کې د جومات په حدودو کې دننه اوسیدل پکار دي، که له ضرورت پرته یوه ګړۍ هم د جومات د حدودو دباندې ووځي، نو سره له زيار اېستلو له لوی ثواب څخه بې برخي کيږي.

شرعي جومات او حدود يې:

کله چې واقف د وقف کولو په وخت کې د جومات لپاره کومه ځمکه معلومه کړي، او پر هغه باندي د جومات په نيت خونه يا څلور ديوالي جوړه شي او يا يې په بله طريقه د جومات اطراف معلوم شي، نو هغه ټول شرعي جومات بلل کيږي، او په هغه ټول ځاى کې د معتکف ګرځېدل را ګرځېدل روا دي.
د اوداسه ځايونه که د جومات څخه د باندي وي، نو د معتکف وتل ورته جایز نه دي او که بې ضرورته ورشي اعتكاف یې فاسديږي.
د ځينو جوماتونو څنګ ته د جومات د امام لپاره حجره جوړه وي؛ نو که د امام صیب حجره د جومات په حدودو کې دننه وي بيا د معتکف ورتلل روا دي، او که داسي نه وي بلکې د جومات له حدودو دباندي وي، نو د معتکف ورتلل روا نه دي او په ورتګ سره يې اعتكاف فاسديږي.
دا چې د جومات حدود د اعتكاف په فساد او نه فساد کې لوى اهميت لري، له دې امله معتکف ته تر هرڅه مخکې د جومات د حدودو پيژندنه پکارده، هغه که له متولي څخه وي، يا امام او يا له نورو کليوالو څخه وي.
که يو جومات متولي ونه لري، يا مړ شوى وي، بيا دې معتکف د هغي سيمي رسم او رواج ته ګوري چې هلته د هغي علاقي جوماتونه په څه شکل وي، داسي دي دى هم د دغه جومات حدود د هغه نورو جوماتونو په شان اټکل کړي؛ خو بيا هم حقيقت الله ته معلوم دى، ښايي ډېر احتياط وشي.
که يو جومات دوه يا درې او يا هم له دې زيات پوړونه (منزلونه) ولري؛ نوکه زينې يې د جومات په حد کې دننه وي، معتکف د زينو له لاري ورختلى شي، او که زينې د جومات له حده د باندي وې بيا د معتکف لپاره د زينو له لاري ورتلل روا نه دي، او که له اړتيا پرته ولاړ اعتكاف يې فاسديږي؛ ځکه چې له اړتيا پرته د جومات له حده وتل د اعتكاف له ماتونکو څخه دی.
د ځينو جوماتونو تر څنګ د ماشومانو د ديني زدکړې لپاره ځايونه جوړ وي، او داسي ځايونه ډېر وخت د جومات له حدودو بهر وي، نو ځکه هلته د ښووني لپاره د معتکف ورتګ هم سهي نه دى.
د اعتكاف لپاره شرعي جومات شرط دى، يوازي هغه ځاى چې د لمانځه لپاره جوړ شوى وي، او شرعي جومات نه وي، هلته اعتكاف نه کيږي.

په عیدګاه کې اعتكاف کول نه دی سهی؛ ځکه عيدګاه شرعي جومات نه بلل کيږي.
په اوړي کې د ګرمۍ له امله د جومات په پورتني پوړ کې اعتكاف روا دى؛ ځکه چې د جومات پورته او کښته يو حکم لري.
که د څو پوړيزي ودانۍ په منځني پوړ کې جومات وي او لاندي باندي يې کورونه يا دوکانونه وي، هلته اعتكاف کول نه دى سهي، ځکه د اعتكاف لپاره شرعي جومات شرط دى، او داسي ځايونو ته شرعي جومات نه ويل کيږي؛ ځکه چې د جومات لپاره دا ضروري ده چې پورته او کښته يې ټول جومات وي.
د جومات له دروازې سره جوخته برنډه د واقف تر نيت پوري اړه لري چې هغه برنډه يې د جومات برخه بللې ده او که يا؟ که يې په جومات کې شامله بللې وي نو د معتکف ورتلل هم روا دي، او که يې د جومات برخه نه وي بللې نو د معتکف ورتلل روا نه دي.
په ځينو جوماتو کې د معتکف لپاره يو ځانګړى ځاى جوړ وي او پر هغه يې پردې راګرځولي وي نو دا په هغه صورت کې سهي دى چې خلکو ته تکليف نه وي او که ځاى کم وي نو د جمعې پر وخت دې بيا لري کوي

مفتی نور الله عزام

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button