د یوې خونړۍ ورځې یاداښت

عبدالستار سعید
سه شنبه چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د ثور د میاشتې ۲۳ مه کیږي یوه خونړۍ ورځ وه، چې ډیرې بې ګناه وینې په کې تویې شوې. د سه شنبې خونریزي له هغه راپیل شوه کله چې حکومتي الوتکو د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په غونډانو کلي کې په هغو بزګرانو بمبار وکړ چې د ګرمۍ موسم او روژې د ورځ پر ځای د شپې کار کولو ته اړ کړي وو. د سیمې خلک چې شهیدان او ټپیان یې پر سبا د ولسوالۍ مرکز ته یووړل رسنیو ته یې وویل چې په بمبار کې ۸ تنه ولسي خلک شهیدان او ۱۰نور ټپیان شوي دي. دوی وویل د ورځې مو روژه په خوله وي او ګرمي وي نو ځکه کلیوال د شپې کارونه کوي. له تراویحو وروسته چې کلیوال پټیو ته ووتل الوتکو بمبار کړل او په شهادت یې ورسول. د بلخ دردیدلي کلیوال د ولسوالۍ مرکز ته په مظاهره راغلي و، چې هلته ورباندې پولیسو ډزې وکړې پنځه تنه کلیوال یې ټپیان او د مطیع الله ولد فرید په نوم یو ځوانکی یې شهید کړ. د یادونې وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې په غور کې هم پولیسو په مظاهره چیانو باړونه چلولي او لسګونه تنه یې مړه یا ژوبل کړي وو.
د بلخ وحشت حکومتي ځواکونو ترسره کړی و، نو ځکه نړیوالو رسنیو هم ورسره د نامطلوب خبر په حیث چلند کاوه، د ورځې تر نیمایي هیڅوک له دې پیښې خبر نه ول. د ورځې په لس بجې خبر ورکړل شو چې مسلحو کسانو د کابل دشت برچي سیمه کې د سل بستریز روغتون په ولادي برخه بریدکړی. د خبر لاجزئیات نه و روښانه چې د کابل ادارې ویاندانو او رسنیزو فعالانو غالمغال ګډ کړ او سم له واره یې پیښه په طالبانو تاوان کړه. دغه وخت د عقل خاوندانو ته په دې پیښه کې دوه خبرې د نوټ کیدو وړ وې. د روغتون په ولادي برخه برید او د نوزادو ماشومانو وژل؟؟ آیا دې برید ته کومه سیاسي توجیه موندل کیدای شي؟؟ آیا د ځمکې پر مخ داسې سیاسي ډله شته چې له نوزادو ماشومانو سره دښمني ولري؟؟؟؟ نه هیڅکله نه . . . نو ځواب څه دی؟؟ ځواب دا دی چې پیښه کاملا استخباراتي لوبه ده، چې موخه او مقصد به یې وروسته روښانه شي.
بله خبره دا چې لا په روغتون د برید نه څو دقیقې نه وې تېرې شوې چې د ارګ ویاندانو دا د طالبانو کار وباله. سړی پوښتلی شي چې دوی تر دې وخته کوم شواهد او مدارک موندلي وو، چې په پیښه کې د طالبانو لاس درلودل ترې ثابتېدل. عقل حکم کوي چې د دغسې پیښو اصلي عوامل څیړل او موندل د ورځو نه بلکې د اونیو کار دی. نو د ارګ ویاندانو چې سمدستي ورسپارل شوی سورڼی پیل کړ، معلومه شوه چې دغه بیړنۍ ادعاء هم د ډرامې یوه برخه وه چې رول یې د ارګ ویاندانو او رسنیزو فعالانو ته سپارل شوی و.
د سل بستریز روغتون دننه ډزې روانې وې، چې خبر راغی په ننګرهار کې په جنازه کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. لا هیوادوالو د کابل د روغتون د برید ته توجیه نه وه پیدا کړې چې دغه بله تر هغه نادوده پیښه را منځته شوه. په جنازه برید ته هم هیڅ دیني او عقلي توجیه نه شي موندل کیدای. نو ویلای شو چې دغه پیښه هم د کومو استخباراتي لاسونو پلان دی چې غواړي په خړو اوبو کې ځان ته کبان ونیسي.
د ارګ ویاندانو او چارواکو د کابل د پیښې غوندې د ننګرهار پیښه هم سمدستي طالبانو ته منسوبه کړه خو د طالبانو ویاند په ټویټر باندې د کابل او ننګرهار پیښو کې نه یوازې لاس درلودل رد کړل بلکې هغه یې تقبیح هم کړې.
د حکومتي میډیا او رسنیزو فعالانو تبلیغات روان وو. دوی پرته له څیړنې او سند ښودلو دغه دواړه پیښې د طالبانو کار بللې. یو شمیر چارواکو خو د فراه د بالابلوک د شیوان سیمې د هغو ماشومو شهیدانو انځورونه هم د طالبانو پر ضد استعمال کړل چې وړمه ورځ په ولسي کورونه د حکومتي توپونو په ډزو کې شهیدان شوي وو. د بلخ پیښه چې حکومتي اړخ په کې مقصر و چا یادوله هم نه. د کابل او ننګرهار بریدونه چې د نوعیت له اړخه د داعش کار بلل کیدای شوای او وروسته یې داعش رسما مسؤلیت هم ومانه، رسنیو د طالبانو کار باله او د داعش نوم یې نه اخیست. یوازې طالبان او طالب پلوو رسنیزو فعالانو د بلخ، کابل او ننګرهار درې واړه وحشتونه په یو ډول غندل، چې لومړی یې په ښکاره د حکومتي عسکرو کار و او وروستي دوه د هغو داعشیانو کار ګڼل کیده چې د ملي امنیت لخوا حمایه کیږي او ساتل کیږي.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل چې ماښام به اشرف غني ولس ته وینا کوي. اشرف غني وروسته لنډه وینا وکړه، د کابل او ننګرهار د بریدونو ټول مسؤلیت یې په طالبانو واړاوه، عجیبه دا چې د پیښې مسؤلیت رسما داعش منلی و، خو اشرف غني بیا هم په ټوله وینا کې تر پایه طالب په خوله کې اړاوه او په پای کې یې خپلو عسکرو ته قومنده ورکړه چې د طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات پیل کړي.
عمومي انتباه دا ده چې شاید د کابل او ننګرهار زړه بوږنوونکي او غیر موجه بریدونه د استخباراتي کړیو لخوا د دې لپاره ترسره شوي وو تر څو یو ځل بیا د جګړې اور تازه کولو ته تمهید او بهانه شي. طالبانو چې سږ کال یې پسرلنی عملیات نه دی اعلان کړي وویل چې د سولې د پروسې د رعایت په پار یې د بریدونو کچه کمه کړې، تر دې چې خپله د حکومتي چارواکو په وینا د روان لمریز کال له پیله طالبانو ۲۲۰ بریدونه کړي او د کابل ادارې ځواکونو په طالبانو ۱۲۰۰ مشترک بریدونه کړي دي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې د اشرف غني خبرې نا موجهې وبللې او له خپل اړخه یې ډاډ ورکړ چې د اشرف غني تهاجمي عملیاتو دفع کولو ته بشپړ تیاری لري.
په دې ډول د عاموژنو هغه خونړۍ ورځ تېره شوه چې طالبانو یې په هیڅ پیښه کې لاس نه درلود خو رسنیو بیا هم تر ټولو ډیر طالبان پړه وبلل، په داسې حال کې چې د اصلي قاتلانو له جملې اشرف غني مظلوم نمایي کوله او داعش ته خو چا اشاره قدرې هم نه کوله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button