د روژې شلمه یوه تاریخي ورځ!

لیکوال: حماد افغان
د روژې په ۲۰ کال ۸هجري چې د جنوری ۶۳۰میلادي کال ۱۰ نیټې سره یې سمون خوړلو مسلمانانو د یوه تاریخي فتحه حاصله کړه چې په تاریخ کې د مکې فتحه او عظیمه فتحه په نومونو یاده شوی.
سبب ده دې فتحی دا شو چې مکې قریشو د معاهدې نقض وکړو او خپل حلیف چې بنو دئل بن بکر بن عبد منات بن کنانة یوه خاصی څانګې بنونفاثه سره یې د مسلمانانو د حلیف بنوخزاعة خلاف مرسته وکړه ، دا معاهده په صلح حدیبیه کې شوی وه چې قریشو ترینه سرغړونه وکړه ، مسلمانانو د تړون د نقض په ځواب کې یوه غټ لښکر چې ۱۰ زره صحابۀ کرام پکې وه د محمد ﷺ په مشری د مکی د فتحې په لور وخوځیدو.
مسلمانان مکې مکرمې ته پرته له کومې جګړې فاتحین ننوتل یواځې په یو طرف کې د عکرمه بن ابي جهل په مشرۍ یو سو کسانو جګړه وکړه چې خالد بن ولید رض ورسره وجنګېدلو او یوازې ۱۲ کافران ووژل شول او نور وتښتېدل او دوه صحابۀ کرام شهیدان شول.
کله چې رسول الله ﷺ مکې مکرمې ته داخل شو نو هلته یې د ټولو بتانو او مجسمو او انځورونو د ماتولو حکم وکړ او دا ایتونه یې به یې له ځانه سره تلاوت کول جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا»
او دا هم «جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ»،
وروسته د لمانځه وخت شو مبارک علیه السلام بلال بن رباح رضي الله عنه ته د اذان حکم وکړ بلال د مکی چت ته وختلو او په لوړ اواز یې اذان وکړ .
ده دې فتحې وروسته د قریشو غټ غټ سرداران مسلمانان شول ابوسفیان او د هغه ښځه هنده بنت عتبه ، عکرمه بن ابي جهل، سهیل بن عمرو، صفوان بن امیه او د ابوبکر صدیق رضي الله عنه والد ابو قحافه او نور ډیر.
حماد افغان د عمر لاروی.
ماخذ/ تاریخ طبري او البداية والنهایة.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button