امریکایي چارواکي:افغانستان کې پایداره سوله غواړو، افغانان خپله باید دا ابتکار وکړي

عزم (پنجشنبه،۲۵غویی، ۱۳۹۹):د امریکا جمهور رئیس ټرمپ او د دفاع وزیر یې مارک اسپر په جلا جلا څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې یوې پایداره سولې ته لیواله دي.

ټرمپ ویلي، مونږ افغانستان کې ډیر وخت وو، جګړې مو وکړې،خو په وینا یې چې «مونږ تردې زیات هلته نه پاتې کیږو او نه هم جګړه کوو، همدا اوس مونږ له افغانستان ډیر پوځیان را ویستلي دي.»

نوموړي ویلي چې امریکا نور نه شي کولای چې هلته د پولیسو دنده ترسره کړو، دومره خو باید د هغه ځای حکومت هم د خپل ځان د ساتلو لپاره وکړي.

بلخوا ددغه هیواد د دفاع وزیر «مارک ایسپر» په یوه ټویټري پیغام کې ویلي، چې هیواد يې په افغانستان کې پایداره سولې ته ژمنتیا لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف بیا د کابل حکومت له خوا د جګړې د اعلان تر غندلو وروسته ویلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیکېدو  هرکلی یې کړی و، خو په خبره یې چې «هغه څه چې په اړه یې موږ خبرداری ورکړی وو، د ګاونډیو هیوادونو فعالانه حضور وو، تر څو هغوی هم وکولای شي، خپلې ګټې تضمین کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button