فېسبوک افریقا ته د انټرنیټ رسولو لپاره ’د ځمکې د محیط‘ په اندازه کېبل جوړوي

عزم (شنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۹): فېسبوک ویلي پلان لري د افریقا په اوږدو کې ۲۳ زره میله اوږد کېبل وغځوي څو د دې سترې وچې ۱،۳ میلیارده وګړو ته د چټک سرعت انټرنیټ ورسوي.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د خبر له مخې، دا پروژه 2Africa نومول شوی او تر ۲۰۲۴ز کال پورې به بشپړه شي.

د دې کېبل اوږدوالی تقریبًا د ځمکې د کرې د محیط په اندازه دی، او د ګانا، د عاج ساحل، ګابون، مدګاسکر، سعودي عربستان او سوډان په شمول ۲۳ هېوادونو ته به انټرنیټ برابروي.

Map of cable

دا کېبل به تر سره سمندرګي او د مدیترانې تر سمندرګي لاندې هم تیریږي او ایټالیا او هسپانیا ته به هم انټرنیټ ورکړي.

فېسبوک په خپل یوه ویبلاګ پوسټ کې ویلي چې دا سرویس به د انټرنیټي شبکې د ظرفیت له زیاتوالي سره مرسته وکړي، او انټرنیټ او کسب وکار ته د خلکو لاسرسی به اسانه کړي.

د فیبرنوري د کېبلونو په نسبت به د فېسبوک د انټرنیټ دا تارونه په سمندر کې زیات لاندې ښخ کړل شي څو د بېړیو له لنګر سره له ټکر او نورو پېښو مصؤن وي. په دې پروژه کې د SDM1 په نوم له پرمختللې ټکنالوجۍ هم استفاده کیږي چې د فیبرنوري په پرتله ښه کار کوي او زیاته ډېټا انتقالوي.

د فېسبوک په خبره، د دې پروژې لګښت یو میلیارد ډالرو ته رسیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button