ویسا: د اشرف غني او عبدالله په نوې هوکړه کې دې مهمو مسئایلو ته لومړیتوب ورکړل شي

عزم (‌یکشنبه، ۲۸ غويي، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله په نوې هوکړه او د راتلونکي په اړه بحث کړی دی. ورځپاڼې«د غني- عبدالله هوکړه، چاته امتیاز او چاته د اوړو پزه» ترسرلیک لاندې لیکلي، د دواړو په هوکړه کې ځینې ښه ټکي هم شته، خو بد ټکی یې جنرال دوستم ته مارشالي ورکول دي.

«بالاخره د حکومت او ډاکتر عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې متن رسنیو ته راووت. په دې متن کې چې تر اوسه دواړو لوریو رسمآ پردې توافق نه دی اعلان کړی هم ښه ټکي شته او ډېر ناوړه. ښایي د ډېرو افغانانو له نظره ددې توافق تر ټولو بد ټکی جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکول وي چې د ولسمشر د یوه فرمان په واسطه به ورته ورکړای شي.»

د سرلیکنې له مخې، عبدالله عبدالله به تل په څېر په ځینو مسئایلو کې بیا هم له اشرف غني سره مخالف وي او د اشرف غني ځینې صلاحیتونه به د تېر په څېر وننګوي.

«تر ټولو مهم ټکی دا چې له اوږدو ناندریو او يوې جنجالي فضا وروسته بالاخره یو سیاسي جوړجاړی وشو ښایي هېوادوالو ته په زړه پورې وي. پردې سربېره هغه افغانان چې د ولسمشر غني له سرزوریو سر ټکوي ښایي پردې خوښ وي چې د نوموړي صلاحیتونه تر ډېره حده محدود شول او داسې یو لوری را پیدا شو چې نوموړی راکنترول کړي. البته په ټوله کې د اساسي قانون خلاف جوړجاړی او د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته له غیر طبعي لارو د سیاسي ستونزو اوارول یو ناوړه دود دی چې بالاخره یې په بشپړ ډول باید مخه ونیول شي.»

ورځپاڼې لیکلي، په هوکړه کې د عالي شورا یادونه هم شوې ده، خو که دغه شورا جوړه هم شي، بیا هم به ورته وړ کسان رانه‌شي، بلکې هغه کسان به پکې ځای شي، چې هېڅ صلاحیت به ونه لري.

«په دې توافق کې یو بل ټکي د دولت د عالي شورا ده چې ولسمشر ته به په ملي مسایلو کې مشورې ورکوي، ښایي په دې شورا کې په تشریفاتي بڼه يو شمېر کسان راشي خو د مهمو ملي شخصیتونو ځای به پکې تش وي. ځکه په دې تفاهم لیک کې یوازې د مشورې یادونه شوې، اجرایي صلاحیتونه به نه لري، نو بیا طبیعي ده چې با نفوذه او مهم شخصیتونه به په دې شورا کې ګډون ونه کړي.»

ورځپاڼې له دواړو«اشرف غني او عبدالله عبدالله» غوښتي، چې په واک کې د شریکېدو وروسته ملي مسئایل په پام کې ونیسي او سوله، له کرونا سره مبارزه، د بې‌وزلۍ ختمول او نورو ستونزو ته دې پام وکړي.

«په هر صورت دغه تفاهم ځینو ته یو امتیاز دی، هغوی چې د کرسۍ او مقام ارمانجن دي که کومه کرسۍ تر لاسه کړي ارمان به یې تر سره شي. خو په ټوله کې دا دواړو لوریو ته د اوړو پزه شوه پردې به وروسته قضاوت کوو چې د حکومت له جوړېدو وروسته به د ولس لومړیتوبونو(سولې؛ له کرونا سره مبارزه؛ بې وزلۍ او نورو ستونزو) ته په څومره پام کیږي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button