سلف او روژه (يولسمه برخه) غریبانو سره مرسته

 

یو غریبانو سره مرسته ده او بل غریبانو سره مرستي ته نور هڅول دي، ښکاره خبره ده چې خپله له غریبانو سره مرسته د لوی اجر او ثواب کار دی او د نورو هڅول هم د لوی اجر او ثواب کار دی. قرانکریم کې راغلي دي کفارو جهنم ته د تګ له نورو اسبابو سره یو سبب دا هم ښوولي ده چې خلک یې له مسکینانو سره مرستو ته نه هڅول! لکه په لاندي ایت کې دا خبره بېخي روښانه بیان شوې ده.

إِنَّهُۥ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ. وَلَا يَحُضُّ عَلٰى طَعَامِ الْمِسْكِينِ [سُوۡرَةُ الحَاقَّة]، يعني ده نه پر لوى او لوړ الله باندي ايمان او باور لاره او نه یې مسكين ته د خوړو وركولو هڅونه كوله؛ په یو بل ایت کې هم راغلي دي: وَلَا تَحٰٓضُّونَ عَلٰى طَعَامِ الْمِسْكِين.ِ [سُوۡرَةُ الفَجر : 18]. او مسكين ته د خوړو په وركولو يو بل نه هڅوئ.

د دې ایت په اړه یوه روایت کې راغلي دي چې ابو الدرداء رضي الله عنه به خپله مېرمن هڅوله چې د مسکینانو لپاره زیاته شوروا تیاروه او خپلې مېرمني ته به یې ویل: نیم ځنځیر مو په الله باندې په ایمان سره له غاړي ايستلی او پاته نیم به په دې صدقه سره له غاړي اوباسو، خلَعْنا نصفَ السلسلة بالإيمان، فلنخلع نصفها بهذا، أي: الصدقة. البحر المديد: 6/402. دلته د عباسي خلفاو د یوه امیر عبید الله الخزاعي رحمه الله یوه ښایسته او په زړه پوري کیسه راخلم.

د امیر عبید الله الخزاعي کیسه

امیر عبید الله بن طاهر الخزاعي (مړ 300م) د عباسي خلفاو د وخت یو دینداری او پوه امیر تېر شوی دی، ویل کیږي یوه ورځ د خپلې ماڼۍ بام ته وخوت او په خپل ګاونډ کې یې دوګی ولید چې له کوم کور نه پورته کیدی، پوښتنه یې وکړه چې دا دوګ د څه شي دی؟ چا ورته وویل: شاید په کوم کور کې به څوک ډوډۍ پخوي، ده ورته وویل: ایا زموږ ګاونډیان د ډوډۍ پخولو تکلیف ګالي؟!

خپل یو کس یې راوغوښتی او ورته ویې ویل: زموږ هغه ګاونډيانو وشمېره چې له لویې لارې نه زموږ خواته اوسیږي، هغه ګاونډیان یې وشمېرل او (4000) کورنۍ شوې. او امر یې وکړ چې هرې کورنۍ ته د هغوی د اړتیا په اندازه هره ورځ پخه غوښه او پخه ډوډۍ ورکوئ او د ژمي او اوړي جامې هم. او څومره موده چې دی په بغداد کې اوسیدی همدا کار یې روان لاره. المنتظم لابن الجوزي.

زموږ د وخت له مشرانو او واکمنو دا ډول توقع او امید نه شو لرلی هغوی خو د خوارانو د خولې ګولې تروړلې او تښتولې دي او خپلې ګیډې او جیبونه یې پړسولي دي له دوی نه پر بې وزلو د ترحم او مهرباني توقع لرل بیځایه او عبث کار دی، دوی دې دومره مهرباني وکړي چې د بې وزلو او خوارانو په ژوند او سرونو دي لوبې نه کوي او د هغو په وژنه دي د خپل سیاست هټۍ نه تودوي.

هوکي! د وخت له شتمنو دا توقع لرلی شو چې د امیر عبید الله بن طاهر په پله ګامونه کیږدي، د خپل ګاونډ د بې وزلو او غریبو خپلوانو په بده ورځ او سخت ژوند باید ځانونه خبر کړي او له خپل توان سره سم د هغو مرسته او لاسنیوی وکړي، په ځانګړې توګه د روژې په مبارکه میاشت کې، د دې میاشتې له ګڼ شمېر حکمتونو نه یو حکمت دا هم دی چې شتمن او په ګیډو ماړه خلک د روژې په نیولو سره او په روژه کې په لوږه او تنده سره د کال په اوږدو کې د خوارانو او بېوزلو لوږه او تنده احساس کړي او له هغو سره د مرستي لپاره یې ضمیرونه راويښ او بیدار شي.

باید دا یوه مهمه خبر روښانه کړو چې له شتمنو خلکو نه مراد یواځې هغه خلک نه دي چې ملیونران او د ډېرو شتمنیو خاوندان وي او له بې وزلو سره په مرسته کې دا لازمي نه ده چې هغوی ته پریمانه خواړه کوټه کړو، غريبي او شتمني نسبي دي، د بېلګې په توګه زه د روژه ماتي لپاره ډوډۍ او کتغ دواړه لرم خو زما ګاونډی ډوډۍ لري او کتغ نه لري نو زه له هغه شتمن یم باید په کتغ کې له هغه سره مرسته وکړم. اوس که زما بل ګاونډی څو ډوله خوراکونه خوري هغه له ما شتمن شو او زه غریب شوم. داراز که زما د هغه یواځې ډوډۍ لرونکي ګاونډي کوم داسې ګاونډی وي چې یو وخته وچه ډوډۍ موندلی شي او هر وخت یې نه شي موندلی نو دې کس ته نسبت هغه بل شتمن شو باید مرسته یې وکړي.

په دې تفصیل سره دا خبره روښانه شوه چې موږ هر یو نسبي شتمن یو، که له بې وزلو سره ډېره مرسته نه وي کمه خو کولی شو او هر انسان په خپل وس پړ دی اوس نو دا فکر مه کوئ چې ملیونران او د ډېرو شتو خاوندان به د بې وزلو وزله کوي، موږ هر یو د یو چا یوه اندازه مرسته کولی شو خو که ضمیر مو ویښ او احساس مو ژوندی وي.

#روژه۱۴۴۱هـ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button