سلف او روژه (دولسمه برخه) رسول الله ﷺ او د روژې وروستۍ لسيزه

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو غوره مربي او ښه روزونکی و، د روژې لومړۍ شل شپې روژه او عبادت اسانه کار نه دی، په دې شلو شپو کې په عامه توګه خلک ستړي او یو څه کمزوري په کې پیدا شي او په وروستیو لسو شپو کې هغومره خواري او عبادت نه شي کیدلی لکه د روژې په پیل کې، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم دې لسو شپو ته په ځانګړې توګه زیاته پاملرنه کړې ده او په دې شپو کې يې اعتکاف کړی ده او په عبادت کې یې زیاتوالی راوستی ده، په دې اړه د بخاري او مسلم په یوه حدیث خبره غځوو.

ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها وایي: کله به چې د روژې وروستۍ لس شپې راغلې، رسول الله صلى الله عليه وسلم به ټوله شپه روڼه تېروله، کوروال به یې ویښ کړل، کوښښ به یې کاوه او ملا به یې وتړله. عن عائشة رضي الله عنها أنها قالت : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا دخل العشر أحيا الليل ، و أيقظ أهله، و جد ، وشد المئزر. أخرجه البخاري ، كتاب فضل ليلة القدر ، باب العمل في العشر الأواخر من رمضان ، رقم ( 2024) ، و مسلم، كتاب الاعتكاف ، باب الاجتهاد في العشر الأواخر من شهر رمضان رقم (1174) .

په حدیث کې راغلي: و جد و شد المئزر، کوښښ به یې کاوه او ازار به یې وتاړه، یعني د عبادت لپاره به یې ځان چمتو کړ، مطلب دا دی چې له خپلو مېرمنو به بیل شو. عرب وايي: شددت لهذا الأمر مئزري ، أي تشمرت ، وتفرغت له . یعني د دې کار لپاره مې څادر وتاړه یا مې ملا وتړله او ځان مې ورته خلاص کړ، شارحین وایي: له دې جملې نه مراد له مېرمنو بېلیدل دي، لکه د الطبراني په یوه روایت کې صريح همدا خبره شوې ده: د روژې وروستۍ لس شپې به چې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم به بستره ټوله کړه او له خپلو مېرمنو به بېل شو. رواه الطبراني

له دې حدیث نه دواړه معناوي مراد کیدلی شي یعني په عبادت کې زیات کوښښ کول او له خپلو مېرمنو بېلیدل او له مېرمنو بېلیدل خو ځکه لازمي و چې په دې شپو کې به رسول الله صلی الله علیه و سلم معتکف و او معتکف د اعتکاف په موده کې خپلې مېرمني ته نه شي ورنږدې کیدلی، قرانکریم مومنانو ته امر کړي چې کله تاسو په جوماتونو کې د اعتکاف په حالت کې يئ نو خپلو مېرمنو ته مه ورنږدې کیږئ: وَلا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِد ِ) (البقرة:187)

په دې شپو کې د د دومره زیات کوښښ یوه موخه هغه وه چې موږ وویل په دې سره د امت بیدارول او له سستي نه ځان ساتل یې مطلب و او بله مهمه وجه یې دا وه چې په دې شپو کې د قدر شپه ده د هغې ثواب ترلاسه کول یې موخه وه، هغه چې عبادت یې له زرو میاشتو زیات ثواب لري: ( خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ) (القدر:3)، او بل په حدیث کې راغلي چې د ایمان په اعتبار او د ثواب په نیت څوک د قدر شپه په عبادت تېره کړي الله به یې مخکي ټول ګناهونه وبښي. و من قام ليلة القدر إيماناً واحتساباً غفر الله له ما تقدم من ذنبه). أخرجه البخاري ، كتاب الصوم ، باب من صام رمضان إيماناً واحتساباً ونية ،رقم (1901) ، ومسلم ،كتاب صلاة المسافرين ، باب الترغيب في قيام رمضان ، رقم (760).

#روژه۱۴۴۱هـ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button