د قدر شپه او د قدر سورت تفسیر

 

 

د روژې وروستيو لسو کې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په عبادت او شپه ویښه تېرولو خبرې وکړې او دا مو هم وویل چې لویه موخه یې د قدر د شپې ثواب ترلاسه کول و، نن د قدر په شپه لنډې خبرې لرو، د قدر شپه دومره لویه او غوره شپه ده چې په اړه یې مستقل سورت نازل شوی دی! د سورت د پیل ایت لکه د سورت د مضمون عنوان داسي دی: إِنَّآ أَنزَلْنٰهُ فِى لَيْلَةِ الْقَدْرِ، وروسته ټول سورت د قدر د شپې تفصيلات بیان کړي دي، لومړی دا سورت له ژباړي سره.

إِنَّآ أَنزَلْنٰهُ فِى لَيْلَةِ الْقَدْرِ* وَمَآ أَدْرٰىكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ* لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ* تَنَزَّلُ الْمَلٰٓئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ* سَلٰمٌ هِىَ حَتّٰى مَطْلَعِ الْفَجْرِ* یعني موږ دا (قُرآن) د قدر په شپه نازل کړيدی. او ته څه پوهېږې چي د قدر شپه څه ده؟ د قدر شپه له زرو مياشتو څخه ډېره غوره ده؛ پرښتې او روح (جبرئیل عليه السلام) په هغې کې د خپل رب په اجازه هر حُكم اخلي راكوزيږي. هغه شپه له سره تر پايه، تر سهار ختلو پوري سلامتيا ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم او سلفو د روژې د وروستیو لسو شپو اهتمام د همدې ليلة القدر د موندلو لپاره کاوه، هغه خپل کور وال او صحابه هم په دې شپو کې عبادت ته هڅول، لکه د علي بن ابي طالب رضي الله عنه په روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې په وروستيو لسو شپو کې خپل کوروال ويښول. قال عليُّ بنُ أبِي طالب رضِي الله عنْه : كان النَّبيُّ صلَّى الله عليْه وسلَّم يوقِظ أهلَه في العشْر الأواخر من رمضان. صحيح سنن التِّرْمذي.

د قدر شپه ډېره غوره او لویه شپه ده، په څو محدودو ساعتونو کې د زرو میاشتو ثواب ترلاسه کول خورا لویه خبره ده: لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْر، د قدر شپه له زرو مياشتو څخه ډېره غوره ده. که د قدر شپې په اړه د دې ایت ظاهر ته وګورو نو مطلب دا چې د قدر د شپې عبادت له (83) کاله او څلورو میاشتو عبادت نه زیات ثواب لري، د “خیر” لفظ مطلب ډېر زیات او دا زیاتوالی به څومره وي هغه یوه الله ته معلوم دی.

ځیني مفسرين بیا د دې ایت ظاهري مطلب نه مراد کوي هغوی وایي مطلب یې دا دی چې د قدر د شپې عبادت د ټول عمر له عبادته ډېر زيات ده، ځکه د عربو عادت ده چې الف (زر) شمېر د بېخي زیات شمېر لپاره کاروي، موږ هم زر شمېره پخپلو خبرو کې په ډېر زیات شمېر سره مراد کوو لکه چې وایي: هغه ته مې زر ځله دا خبر کړې ده .. نو د قدر د شپې عبادت د زرو میاشتو له عبادته زیات دا مطلب چې له بېخي زیاتو میاشتو عبادته زياته ده. یعني د ټولو میاشتو له عبادته زیات ده.

قرانکریم وایي: تَنَزَّلُ الْمَلٰٓئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْر، پرښتې او روح (جبرائیل عليه السلام) په هغې کې د خپل رب په اجازه هر حُكم اخلي راكوزيږي. په دې شپه دومره زیاتې ملایکې راښکته کیږي چې د ځمکي پر مخ له وړوکاڼو نه د دوی شمېر زیات وي! لکه په یوه حدیث کې دا خبره راغلې ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : د قدر شپه په اووه ویشتم یا په نه ویشتم ده، په دې شپه به ځمکه کې د وړو کاڼو نه زیاتې ملایکې وي. قال النَّبيُّ صلَّى الله عليْه وسلَّم : ليْلة القدْر: ليلة سابعةٍ أو تاسعةٍ وعشرين، إنَّ الملائكة تلك الليلة في الأرْض أكثر من عدَد الحصى. أخرجه الطيالسي في مسنده (2545) وعنه أحمد (2 / 519) وكذا ابن خزيمة في صحيحه (223 / 2)

او قرانکریم دا شپه په بل ځای کې د حکم او پرېکړي شپه بللې ده:{فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ} [الدخان: 4]، یعني د حکمت هر کار او هره خبره په دې شپه کې فیصله کیږي او لکه په حدیث کې راغلي د دې شپې په عبادت سره د مومن تېر ټول ګناهونه بښل کیږي. مَن قامها إيمانًا واحتِسابًا غُفِر له ما تقدَّم من ذنبِه.

د قدر شپې لفظي معنا یعني د احترام او درنښت شپه، امام الوراق رحمه الله وایي: دې شپې ته د “قدر” شپه ځکه وایي چې د قدر او احترام وړ کتاب (قران) په کې نازل شوی دی، د قدرمني ملایکي په ژبه سره نازل شوی دی، د قدر او احترام وړ پیغمبر باندي نازل شوی دی او د قدر او احترام وړ امت لپاره نازل شوی دی. او امام الزهري وایي: دا شپه ځکه د قدر شپه بولي چې ډېره لویه، قدرمنه او د شرافت او کرامت شپه ده.

#روژه۱۴۴۱هـ

 

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button