په اعتكاف کې مکروه کارونه

 

 

د اعتكاف په حال کې لاندې کارونه مکروه دي:

۱ـ د عبادت په نیت پټه خوله کښېناستل؛ خو که له ګناه څخه د ساتلو په پلمه پټه خوله کښېني پروا نه لري البته کله چې هم د نېکې خبرې ضرورت پېښ شي هلته به پټه خوله نه کښېني.
*ويكره تحريمًا(صمت) إنْ اعتقده قربة وإلا لا؛ لحديث من صمت نجا، ويجب أي الصمت كما في غرر الأذكار، عن شر؛ لحديث رحم الله أمرا تكلم فغنم، أو سكت، فسلم. الدر المختار:٢/٤٤٩.)*

۲ـ بې ځايه خبري کول؛ ځکه جومات د بې ګټو خبرو ځاى نه بلکې د عبادت ځاى دى.
*(وفي التبيين: وأمَّا التكلم بغير خيرٍ، فإنَّه يكره لغير المعتكف، فما ظنك للمعتكف. البحر الرائق:2/531.)*

۳ـ د ګټي په نيت تجارت کول، او د تجارت سامان جومات ته د کتلو لپاره راوړل دواړه مکروه دي.
*(ولايجوز البيع والشراء في المسجد وكذا كره فيه التعليم، والكتابة، والخياطة بأجرٍ. مجمع الأنهر:١/٣١٥.)*

۴ـ په پرده کې دومره ټينګ اوسېدل چې لمونځ کونکو یا نورو معتکفانو ته تکلیف وي.
۵ـ په مزدوري څه لیکل، خياطي کول، او يا په پيسو ښوونه کول، مطلب دادى چې هر هغه کار د پيسو د ګټلو په نيت وي هغه مکروه دى.
*(پورتنۍ حواله )*
البته که له دې پرته د اعتكاف په شپو ورځو کې د ده او یا د کورنۍ معاشي زندګي ګرانه وي، نو پر اخيستلو او خرڅولو یې د قیاس له مخې د روا والي حکم ور کولای شو.

۶ـ په ډېرو کلیوالو سیمو کې ډېر وخت له تراویحو وروسته د معتکف د پوښتنې په پلمه خلک راټولېږي او ډېرې ناوړه خبرې اترې کيږي، چې ډېر وخت یې غیبت په سر کې وي، کله ناکله خو معتکف هم زړه نا زړه خپله ونډه پکې واخلي، د دې څخه ځان ساتل ضروري دي؛ ځکه دا له اعتكاف پرته هم نا روا دي او په جومات بیا په اعتكاف کې خو لا لويه ګناه ده.

*دريم: نفلي اعتکاف.*
د نفلي اعتكاف لپاره نه وخت شرط دى نه روژه، او نه ورځ نه شپه بلکې کله چې جومات ته ننوزي په اساني سره کولاى شي چې د نفلي اعتكاف نيت وکړي او له لوى ثواب څخه ځان برخمن کړي تر څو چې په جومات کې يې په هرڅه چې مشغول وي مسلسل داعتكاف ثواب ورته رسيږي.
*(وظاهر الرواية عن أبي حنيفة رحمه الله وهو قولهما: أنْ الصوم ليس بشرط في التطوع، وليس لأقله تقديرٌ علي الظاهر، حتي لو دخل المسجد ونوي الاعتكاف إلى أنْ يخرج منه صح. هكذا في التبيين. الفتاوي الهندية:١/٢٣٢.)*

د نفلي اعتكاف لپاره يوازې جومات ضروري دى روژه يې شرط نه ده.
*(لأنَّه لايشترط له الصوم. الدر المختار٢/٤٤٤. )*

نفلي اعتكاف په هر وخت کې روادى ولې په روژه کې یې ثواب نور هم زیات دى خو په دې وخت کې غوره دادى چې سنت اعتكاف و سي.
*(حتي لو دخل المسجد ونوي الاعتكاف إلي أنْ يخرج منه يصح. الهندية، الباب السابع في الاعتكاف:1/211.)*

له جومات څخه په وتلو سره نفلي اعتكاف فاسدیږي نه؛ بلکې پای ته رسيږي او بیايې چې کله هم زړه وغواړي پیل کولای يې شي.
*(قوله: وإنْ خرج من المسجد الخ) شاملٌ لمسجد البيت في حق المرأة حتي لو خرجت منه إلي نفس بيتها، وهذا في النذر، أما في النفل، فينتهي بالخروج. الشرنبلالية شرح درر الحكام:214.)*

که څوک په نفلي اعتكاف کې که د څو معلومو ورځو نیت وکړي، د مثال په توګه د پنځو يا شپږو ورځو نیت وکړي نو ښه به داوي چې پوره یې کړي خو که له پوره کېدو وړاندې له جوماته را ووزي هم روادى او اعتكاف یې په وتلو سره پایته رسیږي.
*(پورتنۍ حواله )*

*مېرمن او اعتكاف*
د اعتكاف فضیلت یوازې تر نارینه وو پورې ندى تړلى ښځې هم د نارينه وو په څېر له دې ستر نعمت څخه ګټه اخیستلی شي خو یوازې دومره فرق لري چې ښځې د کور په هغه برخه کې اعتكاف کولاى شي کومه يې چې د لمانځه لپاره معلومه کړې وي هغه ځای د دې لپاره د جومات حکم لري.
د مېرمنو د اعتكاف ډېرې مسئلې د نارینه وو د اعتكاف په څېر دي خو يو څو مسئلې چې يوازې په مېرمنو پوري اړه لري، ستاسو مخ ته ږدو.
مېرمني دې د اعتكاف څخه وړاندې یو ځای د لمانځه لپاره وټاکي هلته دې اعتكاف وکړي
*(ولو لم يكن في بيتها مسجدٌ، تجعل موضعًا منه مسجدًا، فتعتكف فيه. كذا في الزاهدي. الفتاوي الهندية:١/٢٣٢.)*

د ښځې لپاره په سنت اعتكاف کې د میړه اجازه ضروري ده ، د خاوند له اجازې پرته يې اعتكاف نه سهي کيږي او خاوند ته يې هم پکار ده چې اجازه ورته وکړي نو به له دې لوى ثواب څخه دواړه برخمن شي.
*(ولاتعتكف إلا بإذن زوجها. الكفايه٢/٣١٩.)*

که يو خاوند خپلې مېرمنې ته د اعتکاف کولو اجازه ورکړي بيا يې په منځ کې نشي منع کولای، که یې منع کړي پر ښځه یې امر منل او اعتكاف پرېښودل ضروري نه دي.
*(وإذا أذن لم يكن له أنْ يأتيها ولايمنعها. الكفايه:٢/٣٠٩.)*

ښځې ته که د اعتكاف په حال کې مياشتنۍ ناروغي ورپيښه شي د روژې د ماتوالي له امله یې اعتكاف هم ماتيږي.
که په ورځ کې مياشتنۍ ناروغي ورته راشي نو د یوې ورځې قضا له روژې سره ورباندې واجب ده او که په شپه کې مرض ورته ورسيږي بيا د يوې شپې او ورځې قضا ورباندې ضروري ده که تر اختره شپې وي په دغه شپو کې یې هم قضا راوړلای سي او که نه وي په نور ورځو کې يې له روژې سره قضا راوړل ورباندې واجب ده.
*(و الحاصلُ أنَّ الوجه يقتضي لزومُ كُلِّ يومٍ شَرَعَ فيه عند هما بناء علي لزوم صومه بخلاف الباقي؛ لأنَّ كُلَّ يومٍ بمنزلة شفع من النافلة الرباعية، وإنْ كان المسنون هو اعتكاف العشر بتمامة تأمل. رد المحتار:2/445.)*

کله چې ښځه د کور په يوه برخه کې اعتكاف پيل کړي نو د دې لپاره هغه ځاى د جومات حکم لري، ښځه بې ضرورته له هغه ځايه نه شي وتلاى او نه هغه ځاى د اعتكاف په منځ کې بدلولاى شي، البته په کومو صورتو کې چې نارينه معتکف خپل جومات د ضرورت پر بنا بدلولاى شي په هغو صورتونو کې ښځه هم کولاى شي د اعتكاف ځاى بدل کړي خو که له کوم شرعي عذر پرته د اعتكاف ځاى بدل کړي نو اعتكاف يې فاسديږي.
*(ثم إذا اعتكفت في مسجد بيتها، فتلك البقعة في حقها كمسجد الجماعة في حق الرجل. الكفايه شرح الهدايه:٢/٣٠٩.)*

مېرمنې نشي کولای په مسجد کې اعتکاف وکړي.
*( والمرأة في مسجد بيتها) ويكره في المسجد. الدرالمختار:٢/٤٤١.)*

 

مولوي نورالله عزام

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button