د حامد کرزي د دفتر له پخواني مشر کریم خُرم سره د عزم ویبپاڼې ځانګړې مرکه

محتر خرم صاحب عزم ویبپاڼه درته ښه راغلاست وایي.

عزم: د لومړۍ پوښتنې په توګه، د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې له مخې باید میاشتې وړاندې ۶زره افغان بندیان تبادله شوي وای؛ لا خو دا معامله نه ده ترسره شوې؛ ستاسو په آند، په دې برخه کې ملامت او سلامت څوک دي؟

خرم: تر ټولو دمخه د عزم ويب پاڼې چلوونکو او لوستونکو ته سلامونه وړاندې کوم. د بنديانو په خوشې کيدو کې خنډ او ځنډ د امريکا متحده ايالاتو له لاسه پيښ دی. امريکا شايد نه غوښتل دا چاره په سمه توګه ترسره شي. څنګه منلی شو چې امريکا د افغان حکومت لخوا په دې اړه تعهد وکړي حال دا چې د حکومت موافقه يې نه وي ترلاسه کړې، يا که اطمينان يې درلود او د ۵۰۰۰ طالب بنديانو د خوشې کيدو وعده يې کوله اوس څنګه ناتوانه شوه او پر ډاکټر غني دا خپله پريکړه نه شي منلی. زه بيا وايم دلته ښکاري چې د امريکا نيت سم نه و او نه دی. ماته د يوې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر خليلزاد وويل د دوحې په تړون کې د طالبانو لخوا د ويزې او پاسپورټ د صادريدو او نه صادريدو ياديدل زموږ له ټيم څخه اشتباها راغلي وو، ما ويل دا زه نه شم منلی چې يو لوي قدرت دې تر يو کال زيات وخت مذاکرات وکړي او بيا دې په درۍ نيمو مخونو قرارداد کې دومره لويه اشتباه ترې وشي. بيا وايم ددوي نيت ښه نه دی.

عزم: آیا امریکا لا هم د کابل حکومت پلوي توب کوي؟ که ځواب هو؛ وي، نو له طالبانو سره توافقنامه یې کوم اړخ لري او که نه؟ نو د حکومت راتلونکی چې اشرف غني یې د ۵کلني مشرتوب ادعا کوي؛ څنګه ارزوئ؟

خرم: امريکا نه د حکومت ملاتړ کوي نه د کوم بل افغان، امريکا خپلې ګټې پالي. اوس نو دا زموږ وظيفه ده چې وطندوستي ولرو او هوښيار و اوسو او و نه غوليږو.

عزم: د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د واک د ویش طرحې ته په کومه سترګه ګوری، آیا دا، د ارګ ناچاري په ډاګه کوي او که د حاکم ټیم د انتخاباتي درغلي پایله یې بولئ؟

خرم: ټول پوهيدل چې په دې شرايطو کې واقعي انتخابات ترسره کېدی نه شي. خصوصا چې نه د انتخاباتو نوی قانون او نه يې کميسيونونه د اساسي قانون مطابق جوړ شوي  دي.

نتيجه مو وليدله چې درغلۍ او غبرګ تحليفونه شول. يعنې هيواد د ټوټه کيدو تر سرحده ورسيد. زما په نظر سياسي جوړجاړی يو ضرورت و، حکومتدارۍ ته به ګټه و نکړي خو د هيواد وحدت به ورسره وژغورل شي.

عزم: د ارګ لخوا د مذاکراتي ټیم لیست په هکله څه وایاست، طالبانو د ټولشمول توب د نشتون او د رسمي آدرسه د ارګ لخوا د اعلان له امله رد کړی وه، ستاسو په آند آیا دا ټیم ټولشموله او باصلاحیته دی او په کومه کچه؟

خرم: د مذاکراتي ټيم په ټاکلو کې امريکايانو ستر نقش درلود. بيا هم فکر کوم دا ټول زموږ خپل افغانان او خويندې او وروڼه دي. که د امريکا نيت بد نه وي او حکومت او د طالبانو اسلامي تحريک د ملت بد حالت او مظلوميت ته وګوري او بيا عمل ته لاس کړي همدا هيات هم کاميابيدلی شي.

عزم: د طالبانو او امریکا تر تړون وروسته، د طالبانو او افغان عسکرو ترمنځ جګړه توده شوې، حکومت یې عامل طالبان بولي، خو طالبان وایي چې حکومت د سولې خبرو په مخ کې؛ چې اوربند یې مهمه اجنډا ده، خنډونه جوړوي، ستاسو په آند د جګړې د تودیدو پړه د چا پر غاړه ده؟

خرم: دا زما د مخکنيو څرګندونو يو بل ثبوت دی. زه دا نه شم منلی چې امريکايان دومره ساده ګان وو چې داسې يوه مهمه موضوع يې نه حل کوله چې د سولې پروسه زيانمنولی شي او له طالبانو سره ېې امضا کوله، دا يوه بله د لانجې دانه يې قصدا په تړون کې پري ايښې ده. دا دوي ته د بيلابيلو مانورو لپاره ميدان ورکوي.

عزم: راتلونکو بین الافغاني خبرو کې باید دواړه لوري کوم انعطافونه وښیي او څه باندې باید یو او بل ته ثابت دریځ ونیسي؟

خرم: ټول دې خداي حاضر وبولي او ددغه مظلوم ملت حالت ته دې وګوري او ملي ګټې دې په پام کې ولري.

عزم: د ښکیلو غاړو پلویانو، عام ولس، سیاسي مشرانو او د طالبانو او حکومت چارواکو ته مو د روان وضعیت سره د برخورد په تړاو پیغام څه دی؟

خرم: پيغام مې هماغه څه دی چې د مخکينۍ پوښتنې په ځواب کې مې عرض کړل.

 

عزم: ډیره زیاته مننه محترم خرم صاحب له وخت راکولو مو

خرم: له تاسو هم مننه، هیله کوم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button