کندهار: معروف ولسوالي کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

عزم (سه شنبه،۳۰غویی، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د کندهار ولایت د معروف په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت پلوه ځواکونو ترمنځ درنې جګړې شوې چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر  وایي چې طالبانو د توغړي په سیمه کې پر میشتو امنیتي پوستو همهاله بریدونه کړي چې په وینا یې په برید کي ۵تنه عسکر وژل شوي او ۷تنه نور  ټپیان دي.

خو امنیتي سرچینې بیا وایي چې برید نفوذي بریدکونکو کړی او ۱۴تنه سرتیري یې وژلي دي.

طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې، برید کې یې دقومندان بشیر ، قومندان منیر ، قومندان ملوک، اوقومندان مشال په شمول ۱۸ تنه عسکر وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.

طالبانو د خپل یوه ملګري د وژل کیدو پخلی هم کړی دی.
سیمیزې سرچینې وایي چې ددغه ولایت په خاکرېز او پنجوايي ولسوالیو کې هم ددواړو لوریو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي، چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button