د خوراک په وخت کې دا ریموټ کنټرول ماسک لیرې کول ضروري نه دي

عزم (سه شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۹): یوه اسراییلي شرکت داسې ماسک طرح کړی چې ریموټ-کنټرول خوله لري او اغوستونکی یې له لیرې کولو پرته خوراک کولای شي.

ماسک کې د خولې په برابر خلا پرېښوله شوې ده.

 د دې اسراییلي شرکت مرستیال مشر رویټرز اژانس ته ویلي، کله چې قاشوقه ماسک ته ورنږدې شي، دا خلا به په لاس کې د نیول شوي ریموټ په وسیله او یا هم اتومات خلاصیږي. کله چې قاشوقه له ماسکه لیرې کړئ، بېرته به بند شي.

نوموړي ویلي، په دې سره به تاسې خوراک او څښاک کولای شئ او پخپله به هم او نور درنږدې کسان به هم له ویروسه خوندي یاست.

د Avtipus Patents and Inventions په نوم دې شرکت ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې به د دې ماسکونو جوړول پیل کړي.

ځینې خلک وايي، په دې ماسک کې آیس کریم او نور دې ته ورته شیان نشي خوړل کېدای. تاسې ته د دې ماسک اغوستل ګټمن ښکاري؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button