کونړ، بدخشان، بادغیس، سمنګان او غزني کې هم د کرنیز مدیریت پروژه پیل شوه

عزم (‌سه‌شنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۹ل): د کرنې وزارت وايي، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې د پیل په دوام، د یادې برنامې چارې د بادغیس، بدخشان، سمنګان، غزني او کونړ په ولایتونو کې هم پیل شوې، چې په یادو ولایتونو کې د یوزر او ۸۱۵ کرنیزو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوې.

د بادغیس په ولایت کې ۳۷۰ پروژې، بدخشان کې ۲۰۵ پروژې، په سمنګان کې ۳۶۰ پروژې، غزني کې ۷۷۰ پروژې او په کونړ کې ۱۱۰ پروژې پلي کېږي.

په بادغیس ولایت کې د ۳۷۰ پروژو له ډلې ۴۰ ممیزخونې، د پیازو او کچالو ۲۹۰ زېرمتونونه او ۱۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۳۰ لمریز وچوونکي دستګاوې ووېشل شي. د بادغیس د پروژو ټولیز لګښت ۲۱۴ مېلیونه او ۹۶۶ زره او ۵۱۰ افغانۍ ده.

دغه راز په بدخشان کې د ۲۰۵ پروژو په ډله کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه او صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو وچوونکي آلې وېشل شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۱۷۶ مېلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ دی.

په سمنګان کې د ۳۶۰ پروژو له ډلې د پیازو او کچالو ۲۵۰ زېرمتونونه او د مېوو ۱۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوول او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۱۰۰ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.

د غزني په ولایت کې ۷۷۰ پروژې پلي کیږي، چې په دغو  پروژو کې بزګرانو او بڼوالو لپاره ممیزخونې جوړول، د پیازو او کچالو زېرمتونونه جوړول او د مېوې د زېرمه کولو په پارصفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول شامل دي. دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د سبو او مېوو وچوونکي دستګاوې، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، د غزني  پر بزګرانو او بڼوالو وېشل کیږي.

ددې طرحې له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوالو او بزګرانو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار سلګونه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي. دغه راز ددې برنامې پر اساس، پر بڼوالو او بزګرانو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button