د طالبانو د مشر اختریز پیغام: ملي یووالی باید خوندي او د سولې، اسلامي نظام لپاره باید کار وشي

عزم (چهار شنبه،۳۱غویی، ۱۳۹۹):د طالبانو مشر شیخ هبةالله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ولسونو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ، دافغانستان پر روان وضعیت، سوله، له امریکا سره د تړون، جګړو، ملکي تلفاتو او راتلونکي په ګډون پر مختلفو موضوعاتو خپل د”اسلامي امارت” دریځ او موقف روښانه او مهمې سپارښتنې یې کړې دي.

طالب مشر له خپلو ټولومنسوبین څخه غوښتي چې د الله تعالی د رضا، د هېواد د بشپړې ازادۍ او دلته د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت په هدف د ترسره شوې جهادي مبارزې اصلي اهدافوته په جدي ډول متوجه شي، «خپل صف او قوت لا ډیر پياوړی کړي، خپل مینځي یووالی او اطاعت لا کلک وساتي او اداري جوړښت نور هم منظم کړي.»

نوموړي د هېواد پر علماء کرامو، روحانیونو، استادانو، قومي مخورو، لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو او ټول با رسوخه شخصیتونو باندې غږ کړی چې باید په هېواد کې د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت، سولې، بیا آبادۍ، یووالي او خپلواک افغانستان لپاره لازیاته همکاري وکړي او په وینا یې چې « خپل ټول توان په کار واچوي، خپل ماحول، شاګردان او متعلقین په حقائقو آګاه کړي، له خپل ویاړلي تاریخ نه یې خبر کړي، د بدبینيو، تعصباتو، اختلافاتو، اخلاقي فساد او هر هغه څه سره مبارزه وکړي چې زموږ مقدس دین، د هېواد یووالي او استقلال ته زیان اړوي.»

شیخ هبةالله صاحب ویلي چې د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره یې سیاسي اړیکې د پخوا په نسبت ډېرې پراخې شوې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې غواړي چې له اسلامي هېوادونو سره د ورورۍ، له ګاونډیو سره د حسن همجوارۍ، له سیمیزو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ګټورې اړیکې لا پیاوړې کړي، ترڅو د سیمييزې او نړیوالې اقتصادي رفاه، امنیت او ګډ ژوند په برخه کې لازم مسئولیتونه ادا شوي وي،« له نورو هېوادونو څخه هم د ورته ګامونو د پورته کیدو هیله لرو.»

د طالبانو مشرتابه د هغو جهتونو او اشخاصو اندیښنو ته چې د امریکا له وتلو وروسته یې لري ویلي«اسلامي امارت یوځل بیا ټولو ته ډاډ ورکوي چې انحصار طلبه پالیسي نه لري، د هرچا که هغه نارینه وي که ښځينه حقه حقوق به ورته رسیږي، څوک به د محرومیت او محکومیت احساس ونه کړي او ټولو هغو برخو ته به رسیدګي وشي چې د ټولنې په رفاه، پياوړتیا او ابادۍ کې اړین دي، هرڅه به د مقدس شریعت په رڼا کې پرمخ ځي. ان شاءالله تعالی»

پیغام کې پر هغو کړیو چې د بهرنیو استخباراتي حلقاتو د ورکړل شوي پلان له مخې خپل شوم هدف او قدرت ته د رسېدو لپاره غواړي په هېواد کې د ژبې، قوم، مذهب او نورو عنوانونو څخه په استفاده اختلافونه او تعصبات را وپاروي؛ غږ شوی دی چې باید پوه شي چې افغان ولس او طالبان دغه راز کړنوته اجازه نه ورکوي، لکه په تیر کې يې چې هېوادله داسې خطرونو څخه ژغورلی بیا هم د دې وړتیا لري چې مخه يې ونیسي « نو ښه به دا وي چې د داسې کارونو عاملان پخپلو ګریوانونو کې سر ښکته کړي، نور په ناسمو اعمالو او افکارو سره دا ملت له ستونزو او مشکلاتو سره مخ نه کړي.»

پیغام کې له امریکا سره د بهرنیوځواکونو د وتلو تړون “ستره بریا”بلل شوې او له مقابل لوري”امریکا”غوښتل شوي چې پخپلو ژمنو کلک ودریږي او پرینږدې چې دا حیاتي فرصت ضایع شي، د یادې توافقنامې عملي کیدل، کولای شي چې زموږ د هېواد او امریکا لپاره د جګړې د پای ته رسېدو او په هېواد کې د سولې د راتګ او اسلامي نظام د پلي کولو لپاره ښه وسیله وګرځي.
طالب مشر امریکایي چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې باید اجازه ورنکړي دا توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او “بالاخره له ناکامۍ او ماتې” سره مخ شي.

دغه اختریز پیغام کې د تیر په څیر یوځل بیا د بندیانو موضوع ته پام اړول شوی او ویل شوي دي چې« د کابل ادارې په زندانونو کې بندیان په سختو شرائطو او مشکلاتو کې ژوند کوي، په دې اړه بشري نهادونه، بیلابیل خیریه بنسټونه او شخصیتونه باید د مسئولیت احساس وکړي او هرڅه ژر د بندیانو د مصئونیت او خلاصون لپاره لازم ګامونه پورته کړل شي»

طالبانو په مخالف صف“کابل حکومت” کې ولاړ کسانو باندې یوځل بیا غږ کړی چې که له مخالفته لاس واخلي، ددوی لخوا ورته عمومي عفوع ده،« له ټولو څخه غواړو چې له دې عفوې څخه سالمه ګټه واخلي، له مخالفته لاس واخلي او په هېواد کې د سرتاسري سولې او د اسلامي نظام د حاکمیت په لاره کې چې د میلیونونو شهیدانو، زخمیانو، معیوبینو، یتیمانو، کونډو او ځوریدلو افغانانو آرمان دی خنډونه ایجاد نه کړي.»

طالب مشر په هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه جدي انديښنه څرګنده کړې، ویلي یې دي چې په همدې اساس یې د ملکي خلکو د ژوند ساتلو او هغوی ته د زیان نه اړولو لپاره ځانګړی کمیسیون توظیف کړی، ترڅو په جګړو کې د “مجاهدینو” لخوا ملکي خلکوته ضرر ونه رسیږي.« که خدای مه کړه داسې کومه پيښه کیږي، قضیه به يې په جدي ډول تعقیب او مقصر افراد به مجازات کیږي.»
مشرتابه ویلي چې د مقابل جهت لخوا په مکرر ډول ملکي خلک او عامه کورونه تر بمبارونو، د توغندویزو بریدونو او حملو لاندې نیول کیږي چې ځورونکی عمل دی او په دې اړه یې په بشري برخه کې له کورنیو او بهرنیو ټولو جهتونو څخه غوښتي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره مؤثرګامونه واخلي

طالب مشر د کرونا ناروغي “ابتلاء“بللې له خلکو یې د ځان ساتنې لپاره د شرعي او صحي تدابیرو په پام کې نیول غوښتل شوي او په نړیوالو صحي سازمانونو او مؤسساتو غږ شوی دی چې زموږ له هیوادوالو سره د دې ناروغۍ په مخنیوي کې لا ډير لاس وکړي او لازم وسائل په اختیار کې ورکړي. «اسلامي امارت د کومکي موادو د انتقال او شفافې توزیع په چاره کې له مؤسساتو سره هرې نوعې مرستې ته آماده دی. »

اختریز پیغام کې ټولو طالب منسوبینو ته سپارښتنه شوې ده چې په دې حساسو شرائطو کې له عام ولس سره له ترحم، شفقت او مهربانۍ څخه ډک چلند وکړي، د هیچا د آزار او اذیت سبب نشي، تکبر او ظلم ترې ونه شي، له قدرت او امکاناتو څخه د ملت د آزارولو په لاره کې استفاده ونه کړي، له هرډول ځان او امتیاز غوښتنې، جاه طلبۍ او تفوق څخه ځانونه په کلکه وساتي، هر افغان د خپل ورور په حيث وبولي او قدر يې وکړي.

د پیغام په پای کې پر شتمنو، تجارانو او هغوی چې مالي امکانات لري غږ شوی چې د کرونا له امله د ځپل شویو بیوزه هیوادوالو لاسنیوی وکړي د شهیدانو د کورنیو، یتیمانو، کونډو او خپلوانو خاص خیال وساتي او خپله همدردۍ او مرسته ترې ونه سپموي.

بشپړ پیغام دلته ولولئ

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button