پر نړۍ د حکومت کولو د یهودو خوبونه او پلانونه(۵ برخه)

 

عزام مهاجر

• مطلق العنان استبداد

هر هغه دولت هغه که د خپل داخلي فساد له امله له منځه ولاړ شي او یا د داخلي انتشار له امله د خارجي دښمن لپاره غوړه ګوله وګرځي، په دواړو صورتونو کې د تل لپاره محوه کیږي. تر داسې حالت پورې دولتونه همدا موږ رسولی شو. دا به د سرمایې استبداد وي او زموږ په لاس کې به وي. موږ به هغه په یوه خاص طریقه سره استعمالوو، دولت به زموږ د سرمایې مرسته اخلي لکه ډوبېدونکی انسان چې خاشې ته هم غوټې ور وهي. هغه که وغواړي او که ونه وغواړي خو د ځان د ساتلو یعني له ډوبېدلو څخه د ژغورلو لپاره به زموږ لور ته ګام را اخلي او کوم دولت چې زموږ مرسته او حمایت وانه خلي، ډوبیږي.
که د لبرل فکر خاوند کوم انسان دا فکر کوي چې دا غیر اخلاقي طریقه ده، نو زه له هغه څخه دا پوښتنه کوم چې که د یو دولت دوه دښمنان وي چې یو یې داخلي او بل خارجي وي، دغه دولت د خپل خارجي دښمن په خلاف له هر جائز او ناجائز کار او جنګ څخه استفاده کوي او د شپې په ناخبرۍ کې د لویې حملې د کولو په ګډون هر څه جائز ګڼي نو آخر د کوم منطق پر اساس د داسې دولت په خلاف اقدام غیر اخلاقي او ناجائز بلل کېدای شي چاچې د ټولنیزو ښېګڼو د تصور ریښې غوڅې کړي وي او د انسانې ټولنې د تباه کولو په لټه کې وي.

• عوامي مخکښې

آیا د سم او منطقې ذهن څښتن انسان فقط د خپلو معقولو مشورو او فصیحو دلائلو په مټ د عوامو او ولسونو په مخکښۍ کولو کې کامیاب کېدای شي؟ په داسې حال کې چې د هر څه اړوند انتهایي احمقانه او متضاد اعتراضونه راپورته کېدای شي چې د عوامو سطحي ذهنونه یې بالآخر قبلوي هم. د عوامو اکثریت او د هغوی تش په نامه نمائندګان د ادنی عقیدې، پسمانده جذبې او بې کاره رواجونو تر تأثیر په لاندې کېدلو سره د جماعتي اختلاف او انتشار نښه ګرځي او له دې اختلاف وروسته یې پر یوه معقوله پرېکړه باندې متحد کېدل محال شي. کله ناکله داسې هم کیږي چې د عوامو د مجموع له لورې منظور شوی قراردادفقط پر حسن اتفاق یا د حاضرو شوو عوامو پر اکثریت منحصر وي. د یادو لاملونو پر اساس له سیاسي رازونو او رمزونو څخه ناخبر او جاهل عوام یو داسې نامعقول قرارداد هم منظوروي چې په انتظامیه کې د طوائف الملوکۍ، انتشار او بدنظمۍ تخم کري.

• اخلاقي اقدار

د سیاست او اخلاقو تر منځ هیڅ تړاو نشته. د اخلاقي اقدارو پلوي کونکی انسان کله د یو ماهر سیاست پوه مرتبې ته نه شي رسېدلای. د هغه اقتدار کله هم مستحکم او تر ډېره پاتې کېدونکی نه شي کېدای. د پاخه او مضبوط حکومت شوق لرونکی انسان بایدپر مکر، فریب، چالاکۍ، عیارۍ او د ظاهري او مصنوعي رویې پر اختیارولو پوره قدرت ولري. د دیانت، امانت، ملي کردار، حق وینا او نورو اخلاقود سیاست سره هیڅ تړاو نشته. په سیاست کې دا شیان کمال نه بلکې عیب ګڼل کیږي. د داسې اقدارو د غوره کونکو حاکمانو زوال یو یقیني او بدیهي کار وي. هغوی یوې داسې تباهۍ ته بلنه ورکوي چې هغه د یو قوي دښمن له لورې هم دوی ته نه شي رسېدای. نو لهذا دا اوصاف په غیر یهودي مملکتونو کې پرېږدئ چې خواره شي، باید د دغو شیانو سره زموږ هیڅ تعلق او واسطه نه وي.(له دې څخه په ډاګه ښکاري چې مکر، فریب، دوکه، چل، مکاري، عیاري، خیانت، په ظاهره یو څه ښکاره کول او د پردې تر شا نور څه ترسره کول د یهودو عادت، صفت بلکې د واک ساتلو لپاره یې یو ضروري او بدیهي امر ګڼي.)

نوربیا…ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button