اشرف غني خپلو عسکرو ته د ولسوالیو له کچې تر مرکز پورې د تحرکاتو امر کړی

عزم (پنجشنبه،۱ غبرګولی، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې د کابل حکومت چارواکي او امریکایان په پرلپسې توګه له طالبانو د اوربند او جګړو د کموالي غوښتنه کوي، اشرف غني خپلو ځواکونو ته د جګړو د شدت په موخه تازه لارښوونې کړې دي.

د ارګ لخوا په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ننۍ غونډه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او جمهور رئیس ورته تازه سپارښتنې وکړې.

ارګ وایي«جمهوررئیس غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او اتلولیو مننه وکړه او د ولسوالیو له کچې څخه تر مرکز پورې یې د ځواکونو پر تحرک ټینګار وکړ.»

اشرف غني د ټپیانو پر درملنې او د پرسونل د اړتیاوو په پوره کولو د ټینګار ترڅنګ مسؤلینو ته سپارښتنه کړې ده چې د امنیتي بنسټونو ترمنځ لا ډېرې همغږۍ ته جدي پاملرنه وکړي.

اشرف غني په دغه غونډه کې د لویو لارو د امنیت تامین د ځواکونو لومړیتوب بللی او خپلو منسوبینږ ته یې لارښوونه کړې چې باید د لویو لارو د امنیت د تامین په برخه کې بشپړ انسجام رامنځته کړي.

https://www.facebook.com/204629649613285/posts/2946052365470986/

د ارګ مشرتابه داسې مهال دا احکام صادروي چې په دې وروستیو کې د ګډوعسکرو لخوا پر ملکي وګړو بریدونه په بې مخینې توګه زیات شوي او هره ورځ په اوسط ډول لسګونه ولسي کسان د افغان ځواکونو د بریدونو ښکار کیږي.

د وروستۍ اونۍ په ترڅ کې په جوزجان، کندز، پروان، خوست، غزني او ګڼو نورو ولایاتو کې پر ولسي وګړو د ګډو قواوو بریدونو کې په لسګونو ملکي وګړي شهیدان شول.
شنونکي وایي هغه ناکامه پالیسي چې امریکایانو په نظامي ډګر کې پر طالبانو د فشار راوړلو په توګه کاروله تر څو په سیاسي ډګر کې پرې خپل شرایط ومني، اوس یې د کابل حکومت او متحدین هم په تعقیبولو بوخت دي، خو د ملت د راپارلو پرته یې کوم اغیزناک رنګ نه دی راوړی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button