شهید منصـور؛ په ټوله معنا یو قوي رهبر ؤ!

محمد آصف آزاد

نن، یعنې د جوزا لومړۍ نېټه؛ د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور د شهادت څلورم تلین دی. له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې نېټه د امریکایي ډرون الوتکو په برید کې امیر المؤ منین منصور صاحب په شهادت ورسېد. تقبله الله
په ټولنیزو رسنیو کې د شهید منصور صاحب د شخصیت او رهبرۍ د مختلفو اړخونو اړوند د لیکوالانو او نظر خاوندانو لخوا مختلف تاثرات، نظریات او معلومات خپریږي.
کله چې د منصور صاحب د رهبرۍ د دورې جریان مطالعه کوو، نو په جار به اعتراف وکړو چې یقیناً هغه په ټوله معنا یو قوي رهبر و. هغه په داسې سختو حالاتو او سختو شرایطو کې د مرحوم امیر المؤ منین م.م عمر مجاهد رحمه الله دویم او بیا لومړی نایب شو چې، د مشر ملا صاحب لومړی نایب شهید ملا عبید الله اخند زنداني او بیا شهید شو، ورپسې دویم نایب ملا عبد الغني برادر اخند حفظه الله زنداني شو. په همداسې سخت وخت کې چې د تحریک د لومړۍ درجې مشران زندانیان او شهیدان شوي وي، نیږدې ټولې نړۍ سره د پوځي، سیاسي، استخباراتي او تبلیغاتي جګړې پر ضد د لومړی کرښې مبارز تحریک د رهبرۍ نیابت څه اسانه کار نه دی. خو شهید منصور صاحب د رب تعالی په ځانګړي نصرت او خپلې قوي او مدبرانه رهبرۍ سره په ډېره بریالۍ توګه دا ستر تحریک رهبري کړ.

_بیا هغه مهال چې مرحوم لوی ملا صاحب وفات کیږي او د اهل حل والعقد شوری لخوا منصو ر صاحب ته مسؤلیت سپارل کیږي، دلته بیا هم په ډېر حکمت او ځیرکتیا سره د ټولې نړۍ شیطاني استخباراتي قوتونو ته ماتې ورکوي، خپل هدف کې بریالی کیږي، صف متحد ساتي او تحریک رهبري کوي.

_د مرحوم مشر ملا صاحب د وفات له اعلان وروسته یوه بله د سخت ازمایښت او چیلنج دوره پیلیږي. دا مهال نړۍ تقریباً په یوه نوې او تازه بڼه خپله جګړه پیلوي. هم نظامي، هم سیاسي، هم استخباراتي او هم تبلیغاتي. دښمن پوره هڅه وکړه چې دا متحد صف په نفاق مات کړي. د همدې هدف لپاره یې د جګړې د سختولو تر څنګ، د نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتو لخوا د سولې په نامه دروغجنې، فرېبجنې او دوکه ورکونکې عونډې پیل کړې، د امارت له صفه یې د ځینو کسانو د جدایی لپاره تبلیغات پیل کړل. په دغسې یوه سخت حالت کې منصور صاحب نه یوازې دا چې د دښمن شومې دسیسې یې ناکامې کړې او خپل شوم هدف کې یې بریالیتوب ته پرېنښود؛ بلکې په خپل قوي سیاست او نوښتګرو تکتیکونو سره یې دښمن سخت وارخطا او لار ورکی کړ. منصو ر صاحب وکولای شول چې هم صف متحد وساتي او هم خپل د تحریک اهداف وساتي، هم یې جګړه منظمه کړه، نوې سیمې یې تر خپل کنترول لاندې راوستې، او هم یې سیاست او دیپلوماسي فعاله او پراخه کړه. د تحریک د لا منظم او غښتلي کېدو لپاره یې نوي کمیسیونونه رامنځته کړل، د جګړې د منظم او کارنده کېدو په برخه کې یې منظم قطعات رامنځته کړل، چې د همده د ربهرۍ دوره کې د کندز ولایت ونیول شو. په سیاسي برخه کې یې د پردیو استخباراتي کړیو استخباراتي غونډې او هڅې رد او ناکامې کړې او په مقابل کې یې د امارت سیاسي هلې ځلې پراخې، منظمې او منتجې کړې.

_د منصور صاحب یوه بله کارنامه د داعشي فتنې په مقابل کې پر وخت او کارنده پالیسي وه چې له برکته یې له نېکه مرغه هېواد د یوې خورا خطرناکې فتنې له شره وژغورل شو. داعشي فتنه دومره اسانه او ساده ستونزه نه وه؛ که د داعش اړوند د هماغه مهال امریکایي شنوونکو تبلیغاتي هڅو ته پام وکړو، معلومه به شي چې له دغې ډلې امریکا څومره خطرناکې او لویې موخې درلودې. حتی ډېری کارپوهان په دې اند و چې نور به طالبان د داعش په واسطه له منځه ځي او ځای به یې همدا نوې ډله نیسي. همدارنګه که د عراق او سوریې هېوادونو کې د داعش هغه مهال پرمختګونه وګورو، نو ویلی شو چې دلته د دې ډلې مخنیوی او له منځه وړل هم اسانه نه و. شهید منصور صاحب په خورا حکمت او اصولي طریقه لومړی دې ډلې څخه د استازو او لیکونو پواسطه دلته له خپلسریو او د خپلې مفکورې له پلې کولو منع کړای شول؛ خو په مقابل کې یې نه یوازې دا چې داعشي ډلې د منصور صاحب معقول او پر ځای غوښتنې ونه منلې، بلکې په ډېر سپکاوي او سپینسترګی سره یې د طالبانو پر خلاف جګړه پیل کړه. خو له نېکه مرغه د منصور صاحب کامیابې پالیسۍ یې مخه ونیوله.

_شهید منصو ر صاحب د دې ترڅنګ چې صف یې یو موټی او متحد وساته؛ د تحریک ریښې یې ټول هېواد ته وغځولې. یو وخت چې شمال کې د طالبانو فعالیت نسبت د هېواد نورو سیمو ته کم رنګه و، خو د منصور صاحب په رهبرۍ په شمالي سیمو کې تحریک خورا غښتلی او پیاوړی شو، او د شمال د نورو قومونو ډله ډله خلک یې په دوستۍ خپل صف ته را مات کړل. ټول هېواد یې په یوه غښتلې رسۍ سره ونښلوه. داسې چې نن دښمن هم د امارت په هېواد شمولۍ اعتراف کوي.

نو پای ویلی شو چې، شهید منصور صاحب رحمه الله خورا پیاوړی رهبر، مدبر امیر او غښتلی مشر و. رب تعالی دې یې ټولې هڅې او قربانۍ قبولې، صف یې متحد او هیلې پوره کړي. آمین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button