ناست پر ګړنګ خمار خمار دی طالب/ عرفاني

 

 

ناست پر ګړنګ خمار خمار دی طالب
خدای خبر چاته انتظار دی طالب

یوسفي حُسن یې زما زړۀ وړی دی
په لیزري وسله سینګار دی طالب

لۀ رنګه زیړ دی لکه ګل د نرګس
لکه نښتر لکه چنار دی طالب

څومره لۀ مینې او اخلاص نۀ ډک دی
سوی د مینې په أنګار دی طالب

چې د إسلام، وطن دفاع کوي نن
بس پۀ دې وجه ګنهګار دی طالب

سُنت پګړۍ یې د حریت نشان دی
د ازادۍ د غاړې هار دی طالب

(عرفاني) ځکه یې ما څنګ نیولی
زۀ پرې مئین یم زما یار دی طالب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button