د طالبانو له خوا د اختریز اوربند اعلان ته په کوردننه او بهر کې ګرم غبرګونونه

عزم (یکشنبه،۴غبرګولی، ۱۳۹۹):طالبانو تیره شپه په یوه ناڅاپي اعلان کې د د اختر په دریو ورځو کې د علني اوربند اعلان وکړ چې د بهرنیو ځواکونو، ملګرو ملتونو، افغان سیاسیونو او کابل حکومت د چارواکو له تودو غبرګونونو سره مخ شو.

کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ«يوناما» په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالب مشرتابه دا پریکړه ستایي، د غځولو غوښتنه یې کوي او باید بین الافغاني مذاکرات باید ژر تر ژره پیل شي.

https://twitter.com/UNAMAnews/status/1264282625193267201?s=19

افغانستان کې د میشتو د امریکايي ځواکونو ویاند «سوني لګیټ» بیا ویلي چې د اوربند هرکلی کوي او باید دا اقدام د سولې پر یو مثبت ګام شي.

آخوا بیا د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ددې پرمختګ هرکلی کړی، له ټولو لوریو یې غوښتي، څو له لاسته راغلي فرصت نه مثبته ګټه واخلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دا اقدام ستایلی او ویلي یې دي چې« که څه هم په دواړو لورو کې سختې ننګونې پاتې دي، زه باور لرم که د ټولو خواو مشران سمې پریکړې وکړي او د خپلو خلکو ګټو ته لمړیتوب ورکړي، دواړو لورو کې به برلاسي ومومي.»

زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې « نور مثبت ګامونه باید سملاسي ورپسې واخیستل شي د دواړو خواو د پاتې بندیانو خلاصون، هماغسې چې د متحده ایالتونو-طالبانو په توافقلیک کې څرګند شوی، د تاوتریخوالي لوړې کچې ته نه ستنېدل، او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره پر یوې نوې نیټې توافق وکړي، دا یو مهم فرصت دی چې باید له لاسه ونه وځي. متحده ایالتونه به د مرستې لپاره خپله ونډه ترسره کړي.»

د ګډحکومت دواړو مشرانو هم ددې اقدام هرکلی کړی، اشرف غني د متقابل اوربند خبر ورکړی او ډاکټر عبدالله بیا ویلي چې باید د یوه فرصت په توګه له دې سوژې استفاده وشي.

پخواني ولسمشر حامد کرزی هم دا یو نیک ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به   په هېواد کي د سرتاسري او تلپاتی سولي سبب شې.

پاکستان کې پخواني افغان سفیر عمر زاخیلوال ویلي دي چې د اخترپه شپو کې د طالبانو او په غبرګون کې دحکومت له لورې اوربند د هیوادوالو لپاره د اختر خوښۍ څو چنده کوي او د کلک هرکلي وړ اقدام دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button