پولۍ (غوړګي) ګټورې که زیانمنې؟

Courtesy BBC —-   د بی بی سی روغتیایی راپور:

———————————————————
کله چې جوار په اېشول شویو غوړیو کې واچول شي، نو پولۍ ترې جوړېږي، او د کوچنیانو او لویانو دواړو زړونه ورته کېږي.
ډېری په دې اند دي، چې پړسول شوي جوار ”پولۍ” روغتیا ته زیان رسوي، ځکه چې په وینه کې کولیسټرول ډېروي او وزن زیاتوي، همدا ده چې ځینې کسان ترې په څنګ تېرېږي، خو د روغتیا کارپوهانو دا نظریه په کلي ډول ناسمه ګڼلې ده.

کله چې جوار په اېشول شویو غوړیو کې واچول شي، نو پولۍ ترې جوړېږي

جوار له ډېر پخوا زمانې راهیسې مشهوره خوراکي دانه ده، چې د ”مایا”، ”انکا”، او ”ازتیک” په څېر تمدنونو کې مهم خواړه ګڼل کېدل، او بېلابېل رنګونه یې لرل، لکه سوربخن او تور جوار، خو ډېر مشهور یې سپین او ژیړ دي.
کله چې جوار په اېشول شویو غوړیو کې واچول شي، نو پولۍ ترې جوړېږي، او د کوچنیانو او لویانو دواړو زړونه ورته کېږي.
خو د پولیو ګټه څه ده؟

په جوارو کې ویټامین B او ویټامین B3 او ویټامین B6 هم شته.
په جوارو کې ویټامین B او ویټامین B3 او ویټامین B6 هم شته.

د سترګو لپاره ګټه لري:

په عامو خلکو کې مشهوره ده چې د ژیړو جوارو په دانو کې ‘کاروتینات’ موجود دي، هغه مواد چې له بل جسم سره د اکسیجن د ترکیب پرمهال د (زنګ) ضد دي، په جوارو کې د ‘لوټین’ او زیاکسانټین’ په نومونو مواد هم شته، چې د سترګو لپاره ډېر ګټور تمامېږي، او په سترګو کې د خال پیدا کېدو مخه نیسي، چې تر ډېره د بوډاګانو په سترګو کې پیدا کېږي.
هضم:

جوار خوړل د هاضمې سیستم نورمال ساتي او سړی د ډېر وخت لپاره موړ ساتي، خو دا امکان هم شته، چې هضموونکي خواړه د کولمو د سرطان شونتیا کموي.
د هډوکو لپاره ګټه:

وايي جوار په پرېمانه کچه فاسفورس( يوه سرېښناكه غير فلزي ماده چې په فاسفيټ خاوره او هډوكو كې وي) او اوسپنه لري، چې د هډوکو د ټینګښت او په بدن کې د حجرو د دندو د پیاوړتیا لپاره ډېره ګټور دي.
ویټامینونه:

په جوارو کې ویټامین B او ویټامین B3 او ویټامین B6 هم شته.
د سرطان ضد: د امریکا “ډیلي هېلت پوست” وېبپاڼې د راپور پربنسټ، جوار د ‘ویرلیک’ په نامه مواد هم لري، چې د څېړنو له مخې، د مشخصو سرطاني حجرو د وژلو وړتیا لري.
د خپګان کمول:

ویټامین B3 په “نیاسین” هم شهرت لري، چې د انسان خپګان ورسره کمېږي.

ویټامین B3 په "نیاسین" هم شهرت لري، چې د انسان خپګان ورسره کمېږي.
ویټامین B3 په “نیاسین” هم شهرت لري، چې د انسان خپګان ورسره کمېږي.

خو د لوړ شکر لرونکو کسانو لپاره غوره دا ده، چې له یوه متخصص ډاکټر سره سلامشوره وکړي، چې آیا پولۍ وخوري او که نه.
د امریکا نبراسکا کې د انساني خوړو اړوند یوه مرکز په څېړنه کې ویل شوي، د جوارو دانې یا پولۍ خوړل د زړه او شکر ناروغیو د خطر کمولو لپاره ګټور تمامېږي.

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button