امنیت شورا: ټول طالب بندیان د طالبانو د لیست له مخې خلاصوو

عزم (پنج شنبه،۸غبرګولی، ۱۳۹۹):د امنیت شورا د سولې او ملکي وګړو د مصؤنیت څانګې مشر او دغه راز د بندیانو د خلاصون د پروسې یوه مخکښ چارواکي “انتظار خادم” عزم ویبپاڼې ته ویلي چې ټول طالب بندیان د طالبانو د ورکړي لیست له مخې آزادوي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې «آیا طالب بندیانو کې هغه۱۵تنه چې حکومت یې د خوشې کولو پرسر چنې وهلې، لا هم سرې کرښې دي؟»
وویل: « حکومت، طالب بندیان د طالبانو د لیست له مخې خلاصوي، غټ طالب او وړوکی طالب پکې مطرح نه دی، مونږ طالبان خلاصوو او آهسته آهسته به سولې ته نږدې کیږو»
نوموړي زیاته کړه چې د حکومت اراده دا ده چې ټول بندیان خلاص کړي.

د یادونې وړ ده چې امنیت شورا او د چارو د ادارې پخواني مشر متین بیګ څو میاشتې وړاندې، کله چې طالبانو خپل د بندیانو کمیسون یو پلاوی کابل ته استولی وه، ویلي وه چې ګواکې دوی به هغه ۱۵تنه طالب بندیان چې لویو بریدونو کې لاس لري او طالبان یې آزدول غواړي، پرې نږدي، په داسې حال کې چې د امنیت شورا تازه دریځ ښیي چې د کابل حکومت او بهرني سلاکارانو یې په دې برخه کې انعطاف ښوودلی دی. .

انتظار خادم دغه راز ویلي چې په راتلونکي کې د سلو، سلو بندیانو یا هم په ډلییزه توګه د هغوی خلاصول دا پرحالاتو، لوژیستیک پلان او د خلاصون پر امکان باندې متمرکز دي. «که چیرته ممکن وه، ډلییز به یې آزاد کړو، که ممکن نه وه، سل سل به خلاصوو، خو حالاتو ته به ګورو. دلته کوم سیاسي ملحوظ نشته یواځې د امکان او عدم امکان مسئله ده»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button