غزل…! / شرافت وياړ

 

تقلید دې یاره ښکاره نه کوم کیسه جوړېږي!
کنه په ښکلو کې مې تاته عقیده جوړېږي!

ستا د بڼو او زما د زړه د پرهر څه ربط دی؟
ته چې را وګورې زما زخمي سینه جوړېږي!

د یو چا نیمې ځوانیمرګې موسکاګانې ګوره!
زما خیال له ما سره یې نوې یارانه جوړېږي!

ته پکې ګرزه طوافونه پکې یو ته کوه!
د زړه په کور کې مې د عشق نوې کعبه جوړېږي!

بیا یې ټلوال او اشغالګر یادونه ډلې راغلل!
ویاړه په زړه کې مې د یار د یاد پوسته جوړېږي!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button