فاتح ځواک” زموږ د هیلو ځواک

جــواد فــاتح

ښه مې په یاد دي، د هیواد د اشغال لومړي کلونه ول، ماښام مهال ښار ته د ملګري کوټې ته ورغلم تر ډوډۍ او چای څښلو ورسته مې ملګري ډي وي ډي چالان کړه، تر هرڅه د مخه یې د “الهجرة” په نوم د یوې جهادي خپرونې ادارې فلم باندې کلیک وکړ.
د فلم د پیل انځورونه، غږونه او د فکري جلب و دعوت په لیدو مې د فلم په کتو کې سترګې خښې کړې.

فلم پای ته ورسید، ملګري ته مې کړل، ته یوځل بیا فلم له سره کړه چې دا چا نشر کړئ.
فلم د “الهجرة” اسلامي نشراتي ادارې خپور کړئ و.
الله(جل جلاله) شاهد دی چې تر دې وروسته به ما له هر چا څخه دا پوښته کوله چې د “الهجرة” په نوم جهادي سي ډی نه لرې.

د وخت او نشراتو په تیرېدو دا دی نن بیا همغې د “الهجرة” اسلامي نشراتي ادارې د “فاتح ځواک” تر سرلیک لاندې یو داسې په زړه پورې اصدار وړاندې کړ چې د ویښو لا څه چې د غفلت او د لالچ په خوب ویده یې هم را ویښ کړل.

هوکې؛ انځوریزه چې د قران پاک په تلاوت پیل شوې او ور پسې یې ځوانان د صحابه و د اعداد او پوځي روزنې شالید ته په تګ له زړه راښکونکو انځوریزو سره د هغوی(رضی الله عنهم) په کمو وسایلو هر اړخیزو روزنو ته پاملرنه او هڅونې سره د وخت مجاهد اشنا کوي.

انځوریزه کې د افغانستان د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمومنین د مرستیالانو هر یو د مقام سیاسی مرستیال او د سیاسی دفتر مشر محترم ملا عبدالغني برادر(حفظه الله)، جناب خلیفه صیب سراج الدین حقاني(حفظه الله) د نظامي کمیسیون مشر او مرستیال محترم مولوی محمدیعقوب(حفظه الله) د اسلامي امارت ویاند او د فرهنګی چارو د کمیسیون مشر قدرمن ذبیح الله مجاهد(حفظه الله) او د سیاسي دفتر د مذاکراتي ټیم مشر ښاغلي شیرمحمد عباس ستانکزي(حفظه الله) په پښتو/دري/ انګلسي ژبو توصیې، لارښوونې او مبارکۍ هغه څه دي چې انځوریزه یې په اصطلاح یو په دوه چنده ښکلې او ویاړ ور بښلی.

که له یو پلوه د الحمزه د استشهادي کنډک د “الفاتح معسکر” له لوري د لسګونو استشهادیانو د بیلا بیلو قطعاتو منظمه او د وخت د پوځي مهارتونو او تمریناتو په انډول عالي روزنه او تشریفاتي مانورې هغه څه دي چې د انقلاب خزان وهلیو او دردمنو زړونو ته تسلي او ملهم پرې ږدي، له بل لوري “فاتح ځواک” د حال په ژبه اقرار کوي چې:
۱- مجاهد باید د خپلې معنوي روزنې تر څنګ ظاهري اعداد ته هم پوره پاملرنه او د الهي حکم پر اساس تر لاسه کړي.
۲- مجاهدین دې په خپل وخت د دښمنانو تبلیغاتو او افواهاتو ته متوجه او په پوره مهارت سره دې د وخت د غوښتنې سره سم په یو ډول ځواب ورکړي.
۳- مجاهدین دې پوځي تمریناتو ته په عادي سترګه نه ګوري، بلکې د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د حج د(رمل) او د هغو قطعاتو د تیریدو او نبوي سنت وګڼي چې د مکې دفتحي پر مهال رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د صحابه و(رضي الله عنهم) نظامي قطعات د ابوسفیان مخته تیر کړل.
۴- انځوریزه مجاهدینو ته د اشغال د لومړنیو کلونو ضعف او په الهي مرستې د اوسني ځواک په لیدو شکر، عاجزي، اطاعت او یووالي ته رابولي.
۵- د هیواد ځوان نسل ته توصیه کوي چې د دښمنانو په لمسون دې، ژبنیو او سمتي تعصباتو ته لمن نه وهي، بلکې ټول د اسلامي نظام لپاره یو موټی او د یو بدن غړي شي.
۶- “فاتح ځواک” ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هیواد د اشغال په پای سره به دلته چاته اجازه ور نه کړي چې دلته ملوک الطوائفي، خپلسرۍ او کورنۍ جګړې پیل شي(ان شاءالله).

په پای کې موږ د افغانستان د اسلامي امارت فرهنګي چارو د کمیسیون تر اشراف لاندې د “الهجرة” نوی اصدار د وخت د نیوکو او د دښمنانو د تبلیغاتو پر وړاندې یو لیزري ګذار بولو، او “فاتح ځواک” زموږ د مړاوو هیلو د راژوندي کېدو او د راتلونکيو هیلو را ټوکېدو زیرۍ او نیک فال ګڼو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button