مولوي اياز نيازی چا او ولې شهيد کړ؟!

 

پرون ماښام مهال د کابل په زړه کې؛ په وزير اکبرخان مسجد کې چاودنه وشوه، د دغه مسجد خطيب دکتور محمد اياز نيازی په شهادت ورسېد او ورسره درې نور لمونځ کوونکي ټپيان شول.
اوس پوښتنه دا ده چې د کابل په تر ټولو خوندي سيمه کې، چې شاوخوا يې ټوله په حکومتي ادارو او سفارتونو پوښلې، ولې په يو مسجد کې پر ملا امام بريد وشو؟ دا بريد چا وکړ او ولې يې وکړ؟!
راځئ دلته د دلايلو او واقعيتونو په رڼا کې دغې پوښتنې ته ځواب ووايو:
د کابل ادارې د فيسبوکي کارمندانو له خوا ادعا وشوه چې مولوي اياز نيازی د طالبانو له خوا په شهادت رسول شوی. اوس تاسې په خپل فکر قضاوت وکړئ، ايا په دغه شان سيمه چې چې شاوخوا يې ټول حکومتي دفترونه او ادارې شتون لري، ولې طالبان له ټولو راتيريږي او يو معتبر ديني عالم په نښه کوي؟ ايا طالبان د طالبانو هدف د علماؤ وژل دي، که د کفارو او د هغوی د متحدينو او ملګرو؟!
نه، هيڅکله نه. دا هسې بې ځايه پروپاګند دي، د طالبانو پاليسي څرګنده ده، طالبان د بهرني اشغال او د هغوی زيږنده رژيم پر خلاف جنګيږي، د دغه شان بې طرفه علماؤ وژنه هيڅکله نه طالبانو ته څه ګټه لري او نه يې هدف دی.
بلکې همدغه علماء دي چې په کابل کې هم د اسلام غږ اوچتوي. ايا بل به داسې څوک پيدا شي چې په همدغو حالاتو کې د کابل په غازي اکبر خان مسجد کې د ټرمپ وينا ته توند غبرګون وښايي او په جاره ووايي چې: «امريکا ته غاښ ماتوونکی ځواب په کار دی، دا خاوره له نقشې نه شي ورکېدای، دا خاوره ماتېدونکې نه ده، بلکې دا خاوره ماتوونکې ده!».
دوهم دليل دا چې کفار په لسګونو او سلګونو داسې پټې استخباراتي او تروريستي ډلې لري چې يوازنۍ دنده يې د علماؤ او دينداره وګړو ترور او په شهادت رسول دي. نو دغه ډلې خامخا د هغو رژيمونو تر سيوري لاندې فعاليت کوي، کوم چې د کفارو له خوا جوړ شوي او په مسلمانانو تپل شوي، لکه د کابل رژيم.
دا يو ثابت حقيقت او د تېرو دوو لسيزو ليدلی واقعيت دی چې د کابل ادارې په مرسته او په مستقيم يا غير مستقيم ډول علماء په نښه کيږي، مسجدونو کې چاودنې کيږي او همدا شان هغه سياستوال او ليکوالان په نښه کيږي چې هغوی د افغان ملت رښتينی غږ تر نورو رسوي او د قيادت او مشري وړتيا لري. لکه څه موده وړاندې چې د کابل په زړه کې په ليکوال او ژورناليست وحيد مژده بريد وشو او په شهادت ورسول شو. همداشان نور په لسګونو علماء، استادان، سياستوال او ليکوالان ترور شول.
دريم دا چې د کابل اداره غواړي د خلکو حساسيت راوپاروي او بيا د خپلې تبليغاتي ميډيا او شيطاني رسنيو پر مټ دغه بريدونه پر طالبانو وروتپي او بدنام يې کړي.

تاسې پام وکړئ، د اختر په ورځو کې چې عموماً طالبان نا اعلان شوی اوبند کوي، يا لکه همدا اوس چې دوهم ځل دی رسمي اوربند اعلانوي او د سولې او روغې جوړې لپاره د باور فضا رامنځ ته کولو او ښه نيت ښودلو په خاطر په فوق العاده توګه د جګړې ګراف ټيټوي او تاوتريخوالی کموي. په همدغو شپو ورځو کې تل د کابل مفسد او جګړه خوښي چارواکي هڅه کوي؛ څو بېلا بېلو سيمو کې د خپلو استخباراتي کړيو پر مټ بمي بريدونه تر سره کړي او بې ګناه عام هېوادوال په شهادت ورسوي. دا ځکه چې دوی نه غواړي دلته کراري او ثبات راشي، کله چې د طالبانو له خوا بريدونه کم شي، نو دوی سمدستي په لويو ښارونو، رش ځايونو، مسجدونو، روغتونونو او جنازو کې بريدونه تنظيموي، تر څو فضا ګډه وډه او د سولې ممکنه چانس بيا له خنډ سزه مخ کړي. کنه په دې خو هر څوک پوهيږي چې د طالبانو يې له عام ولس او علماؤ سره څه؟ طالبانو خو له ولس سره جګړه نه ده اعلان کړې، بلکې طالبان خپل د همدې ولس يوه لويه برخه، ساتندويان او مدافعين دي او د ولس د قاتلينو او د الله تعالی د دښمنانو پر خلاف يې د جهاد اعلان کړی. خو  د کابل مفسد او جنايت کاره چارواکي او تپل شوي حاکمان غواړي، تر څو د تل لپاره دلته جګړه جاري وساتي اشغال تداوم ومومي، د سولې او مذاکراتو مخه ډب کړي او په دې توګه دوی څو کاله نور هم په چوکۍ پاتې شي، کنه د سولې په راتلو سره خو حتمي ده چې د دوی منصب ختميږي، ځکه خو دوی هڅه کوي چې حالت خراب او جنګي فضا حاکمه وساتي.
همداراز د کابل ادارې يوه بله غلطي، ګډوډي او وارخطايي دا ده چې د دکتور اياز نيازي د شهادت په اړه د کورنيو چارو وزارت يو څه ويلي او د ملي راډيو تلويزيون بل څه وايي.
د ملي راډيو تلويزيون داسې ليکلي: «نن ماښام شااوخوا ۷:۲۵ دقیقي یو انتحاري کوونکي خپلو چاودېدونکو توکو ته د یاد جومات په انګړ کې چاودنه ورکړه چې په ترڅ کې یې نوموړی شهید او دوه کسان نور ټپیان شوي دي. د برید مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.»
خو د کورنيو چارو وزارت بيا په کامل تفاوت سره داسې ليکلي: «د وزیر محمد اکبر خان د جامع جومات په انګړ کې د ترهګرو ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو نن ماښام ۷:۲۵ دقیقې چاودنه وکړه، چې له امله یې د یاد جومات د خطیب او امام محمد ایاز نیازي په ګډون یو لمونځ کوونکی شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي».
ظاهراً ارګ هم بريد غندلی او له خپل عادت سره سم يې بيا ويلي چې «د بريد د هر اړخيزې پلټنې» لپاره به جدي اقدامات وشي، خو حقيقت دا دی چې دوه لسيزې کيږي همدا جنايتونه دي او بيا همداشان پلاوي ورته ټاکي، خو بيا پلاوي هماغسې غيب شي، تر اوسه مو يو پلاوي هم بيرته خپله څېړنه او نتيجه نه ده بيا کړې. هسې لاپې شاپې دي.
لنډه دا چې دا ډول بريدونه د کابل ادارې په مرسته او د هغوی تر سيوري لاندې تر سره کيږي. خو لله الحمد اوس ټول ولس پوهيږي چې دا وړ بريدونه څوک او د کومې موخې لپاره تر سره کوي. د د کابل ادارې او مسلمان افغان ولس تر منځ ورځ تر بلې زياتېدونکې مصافه او کرکه، ايجابوي چې نور ان شاء الله د دوی وروستۍ سلګۍ دي او په لنډو ورځو کې به؛ که خدای کول د دول له شره خلاص شو او دوی به په خپله سزا ورسول شي.
ان شاء الله…!

سميع الله افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button