له اسلامي حدودو ور آخوا د ښځو آزادي د څه لپاره؟

 

تفسير قرطبي ليکي: د موسی – عليه السلام – لښکر د ظالمانو په ټولۍ د بريد اراده لرله… هغه ظالمان بلعم بن باعورا ته راغلل ترڅو موسی – عليه السلام – ته ښېرا وکړي او دوی يې له بريدونو په امن شي – بلعم د وخت لوی عالم و، چې هره دعا يې خامخا قبليده…
بلعم موسی – عليه السلام – ته ښېرا کوله خو د الله ﷻ اراده وه چې ښېرا يې په ظالمانو ولګيده او بلعم هم له الله ﷻ ورکړې رتبې منفک شو, بلعم ظالمانو ته وويل چې اوس نو له ماسره اسم اعظم او استجابة الدعوات نشته, فقط فريب او چلبازۍ به په کار اچوو…
ظالمانو ته يې توصيه وکړه چې کله د موسی – عليه السلام – لښکر راشي نو تاسو خپلې ښايسته نجوني له دوی سره خلط کړئ, داسي چې له هغوی سره يې ډيره راشه درشه وي او ښه په ازادانه ورسره ملاقاتونه کولای شي، د دې لپاره چې د موسی – عليه السلام – په لښکر کې د زنا پيښې وشي…
که چيرته مو په هغوی کې ځيني افراد زانيان کړل بيا نو الله ﷻ ورباندي خپل غضب نازلوي ځکه چې الله ﷻ په زنا باندي سخت په غضب کيږي…
هغه و چې ځيني لښکريانو زناوي وکړلې نو الله ﷻ ورباندي طاعون مسلط کړ چې اويا زره لښکريان ورنه مړه شول….

علماء وايې چې بلعم د الله ﷻ محبوب بنده و خو د ظالم مرسته يې فقط په ژبه وکړه انجام يې کفر او هلاکت شو, نو څوک چې د ظالمانو مرسته په لاسونو او مالونو… سره کوي هغوی به څنګه مومنان پاتي شي!

عبدالرقيب رقيب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button