د افغان پلاوي تونده لهجه او د مقابل لوري ځواب!

عنایت الله خاموش
تر مخ ایښي مېز ته یې بې اختیاره سوک ورکړ او په اخطاریه لهجه یې زیاته کړه: ته خبر یې؛ زه د چا لمسی یم؟! تا نه دي اورېدلي چې موږ د خپلو خلکو په سر څومره غیرت کوو؟ تا په کوم جرأت زما پر ولس لاس پورې کړ؟ تا زموږ تاریخ کتلی؟!
– هوکې زه تا پېژنم ته د میرویس خان لمسی یې، د هغه میرویس خان چې کلونه یې پر موږ حکومت کړی. دا مې هم اوریدلي چې تاسو په خپلو خلکو زیات غیرت کوئ او د هغه مچ وزرې لا هم غوڅوئ چې ستاسو د ورور د اذیت سبب کېږي!
خو زما جرأت هله پیاوړی او ستا پر ولس مې د ظلم څپه راوسته؛ کله چې وپوهېدم؛ تا د خپل نیکه غیرت ننګولی، خپلې چارې د پردیو په خوښه سمبالوې او د غلامۍ ځنځیر دې غاړې ته اچولی.
زه خبر شوم چې تا د اقتدار و پیسو په مینه کې د خپل ورور په وژنه صرفه ونه کړی شوه او حتی د يو څو پیسو په مقابل کې دې پر دښمنانو و پلوره.
ما هله ستا د ولس د ټکولو تابیا ونیوه، کله چې پوه شوم، دغه ولس ستا د بې کفایتۍ، غلامۍ او ظلم له کبله زما پر خاوره قدم ږدي او د مظلوم په څېر دلته زموږ مزدوري کوي. زه پوهېدم چې ته د خپل ځان پوښتنه نشې کولای، څه خو لا په پردي قلمرو کې د خپل هیوادوال!!
ته ماته اخطارونه مه راکوه او نه هم ته د دې وړتیا لرې، چي ما ته اخطار راکړې او ما و بېروې. زه به له تا هله وېرېږم، کله چې ته د خپل نیکه په څېر شې او د غلامۍ، سر ټیټۍ او ذلالت ځنځیرونه وشکوې.
ایا تا خپل ځان پېژندلی؟ د خپلو نیکونو غیرت درته مالوم دی؟ پر خپل ولس د غیرت کولو جوګه یې؟!
راشه حساب سره وکړو! تا خپله د خپل واک د بقا او پردیو د غلامۍ لپاره څومره هیوادوال شهیدان کړل؟ ایا ستا هېر دي چې ستاسو د هیواد اشغالګرو ته به دې جاسوسي او چاپړوسي کوله او هغوی به دې هیوادوال د بمونو په لمبو کې درته ټوټه- ټوټه او وسوځول؟!
نو ما په احساساتو مه بېروه! لومړی خپله پر خپل ولس رحم وکړه، بیا ځان آزاد کړه او بیا زما تر مخ میزونه وهه!
زه له تا غوندي کس څخه وېره نه لرم؛ بلکې زما وېره له هغو اصیلو او مظلومو افغانانو ده، چې د خپلو نیکونو پر پله یې قدم ایښی او د خپل ولس په غم کې د هغوی د خپلواکۍ او د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره ځانونه سوزي، نه ستا په څېر چې د سیمټي دیوالونو تر شا؛ له ولس نه پټ ناست او هره ورځ یې د پردیو په امر د کرایي قاتلانو په مټ په اور کې سوځې!
نو ما هله ستا پر ولس له رحم څخه صرف نظر وکړ، کله مې چې ستا تاریخ مطالعه او له تا سره پرتله کړ او هلته مې هغه اصیل افغانان چې پر خپل دین، ولس او خاوره غیرت کوي له تاسو سره د اشغال د خاتمې پر سر په جګړو مصروف او په زندانونو کي زنداني ولیدل!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button