ملا برادر او خلیلزاد د بندیانو په چټک خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو د پیل په هکله خبرې کړې

عزم (دوشنبه، ۱۹غبرګولی، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې تیره ورځ یې د سیاسي دفتر مشرتابه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو قواو له قوماندان جنرال اسکاټ میلر سره غونډه کړې او پر مهمو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
شاهین ویلي«نن د اسلامي امارت سياسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې د ډاکتر خلیلزاد، جنرال میلر او مل پلاوي سره په دوحه کې وکتل. پدې کتنه کې دواړه لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او دبین الافغاني مذاکراتو د پیل په باره کې خبرې وکړې. »

نوموړي زیاته کړې ده چې په یاده غونډه کې د قطر د خارجه وزیر خاص استازي ډاکټر مطلق القحطانی او ورسره پلاوې هم ګډون درلود.

تر اوسه امریکایي لوري د دې لیدنې د جزئیاتو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو ځینو لویدیځو رسنیو ویلي چې طالبانو د ۵زره بندیانو له خلاصون سره سم بین الافغاني مذاکراتو تیاری ښوودلی او د رهبري شورا یې د مذاکراتو د اجنډا د ټاکلو حکم کړی دی.

بلخوا بیا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي چې چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به پر ټولو موضوعاتو بحث وکړي، خو یوه داسې موضوع شته چې د بحث وړ نه ده، هغه دا چې:« پر افغانستان به یو اسلامي نظام حاکم وي.»

بل لور ته د کابل حکومت خبر ورکړی چې د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ به نوره هم ګړندۍ کړي او ۱۰۰۰تنه طالبان به نور هم له بندخونو خوشې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: