پکتیا: ځینو کسانو د ښوونکو او کارکونکو ۳میلونه افغانۍ له ځانه سره وړې

عزم (دوشنبه، ۱۹غبرګولی، ۱۳۹۹):د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې ځینو کسانو د ښوونکو او د دغه ریاست د کارکونکو لوی مبلغ پیسې وړې دي.

د پوهنې رييس کوچي ځاځي رسنیو ته ویلي چې يادې پيسې د څمکنيو ولسوالي د ۴۰۰تنوښوونکو او کارکوونکو وې، چې په خبره یې تېره ورځ غرمه مهال د ښار په منځ کې د ياد رياست مخې ته “غلو” وړې دي.

ځاځی وایي چې د پیښې په هکله یې د څمکنيو ولسوالي معتمد، دوه هيئتان او موټر چلوونکى، چې دا پيسې يې انتقالولې، نيولي او اوسمهال په ملي امنيت رياست کې تر څېړنو لاندې دي.

د دغه ولایت ځینې اوسیدونکي دا قضیه د غلا نه، بلکې د لوی فساد هڅه بولي چې د رئیس په ګډون ډیر چارواکي او امنیتي کسان ښایي په کې ښکیل وي.
دوی وایي، رئیس ځاځي پخوا هم ورته هڅې کړې وې، د ریاست د کتابونو له خرڅلاو نیولې بیا د ریاست د رغونې لپاره د پیرودل شویو تعمیراتي توکو تر پلور پورې چې ښایي تازه غلا هم د همدې لړۍ یوه برخه وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button