نوی ډیلی: امریکا په هند کې د مذهبي آزادیو د څیړلو او په هکله یې د پریکړې کولو حق نه لري

عزم (پنجشنبه، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې د امریکا د مذهبي آزادیو د برخې کمیسیون پریکړه وکړه چې خپل یو کاري ټیم به د هند پلازمینې ډیلي ته لیږي، تر څو دغه هیواد کې د مذهبي ازادیو څیړنه وکړي، هند یې پر وړاندې توند غبرګون ښوودلی او د یاد ټیم غړو ته یې د خپل هیواد ویزې نه دي ورکړې.

فارس خبري اژانس د هندۍ «سی‌جی‌ټی‌اِن»خبري شبکې په حواله ویلي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر «سوبرامانیام جایشانکار» د امریکا د دغه اقدام په تړاو په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې«امریکا په داسې مقام کې قرار نه لري، چې د اساسي قانون تر چتر لاندې هندي ولس کې د مذهبي آزادیو په هکله څیړنې وکړي.»

نوموړي خبرداری ورکړی چې هند به د خپل هیواد په چارو کې چاته د پریکړې کولو یا مداخلې حق ورنکړي او نه هم دا زغملی شي چې یو بهرنی هیواد دې ددوی مذهبي ازادۍ وڅیړي.
د مذهبي آزادیو د څیړنې په موخه دغه امریکایي کمیسیون په ۱۹۹۸کې جوړ شوی او موخه یې په نړیواله کچه د مذهبي آزادیو د مالوماتو راغونډول او بیا یې کانګرس، جمهور رئیس او د بهرنیو چارو زارت ته د راپورونو اورول دي.

د یادونې وړ ده چې امریکا ځکه هند ته یاد ټیم لیږه چې په دې وروستیو کې د حاکم سخت دریځي مشر “نریندرا مودي” د پلویانو لخوا پر مسلمانانو فشارونه زیات شوي وه او آن د مسلمانانو پرضد د تابعیت قانون هم تعدیل شو، چې له پراخو لاریونونو او پاڅونونو سره سره هندي مسلمانانو چې د هیواد ۱۵سلنه نفوس جوړوي، کومه لاسته راوړنه نه درلودله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button