ټرمپ د جرمونو د نړیوالې محکمې پر قاضیانو د بندیزونو فرمان تصویب کړ

عزم (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۹): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن پنجشنبه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ترسره شویو جنګي جرمونو په تړاو د جرمونو د نړیوالې محکمې پر  قاضیانو باندې د بندیزونو د لګېدو فرمان تصویب کړ.

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، دا فرمان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته واک ورکوي چې د امریکا د خزانې له وزیر سره په مشوره په متحده ایالاتو کې خپلې پانګې ته د هغو کسانو لاسرسی بند کړي چې په دې پلټنو کې برخه لري.

دا حکم همداراز پامپیو ته واک ورکوي چې په تحقیقاتو کې دخیل کسان او د هغوی کورنۍ امریکا ته له ننوتلو منع کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د مارچ په ۵مه، په افغانستان کې د امریکايي او کابل حکومت د ځواکونو ترڅنګ د نورو ښکېلو لورو لخوا د ترسره شویو جنګي جرمونو د پلټنو اجازه صادره کړه. د دې پرېکړې له مخې به د ۲۰۰۳ز کال د می میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخوا په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جرمونو په اړه تحقیقات کیږي.

د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالې، فاتو بنسودا، د ۲۰۱۷ز کال په نومبر کې، تر یوې لسیزې ابتدايي پلټنې وروسته، په افغانستان کې د جنګي جرمونو د پلټنې د پیل غوښتنه وکړه.

امریکا هغه مهال د دې محکمې قاضیانو ته د وېزو پر ورکړه بندیز ولګاوه، او د نورو بندیزونو ګواښ یې هم وکړ. وروسته محکمې د پلټنو د پیل غوښتنه په دې دلیل رد کړه چې دا پلټنې د عدالت په ترلاسه کېدو کې اغېزمنې نشي ثابتېدای ځکه ښکېل لوري لازمې همکارۍ ته چمتو نه دي.

هېره دې نه وي چې کابل حکومت له یادې محکمې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جنګي جرایمو له پلټنې دې تېره شي ځکه داخلي محکمې یې پخپله څېړي.

 دا محکمه په ۲۰۰۲ز کال کې جوړه شوه، او د ۲۰۰۳ز کال د می په لومړۍ نېټه یې افغانستان هم  غړی شو. آی سي سي د هغو جنګي جرمونو د پلټلو صلاحیت نه لري چې د افغانستان د غړیتوب تر نېټې مخکې ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، د امریکا متحده ایالات د دې محکمې غړي نه دي، او د امریکايي وګړو په اړه د دې محکمې پلټنې په رسمیت نه پېژني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button