ولې موږ د جمعې ورځو کې د الکهف سورة تلاوت کړو؟

ژباړه: فهيم عمري
ځواب یې لاندې لیکنه کې دی:
دغه سورة کې ۴ مهمې کیسې دي
۴ د فتنو اسباب
۴ د نجات لارې.
لومړی کیسه؛
۱- د کهف د کیسې خاوندان؛ د دین په وړاندې یی فتنه راښکاره شوه نو هجرت یی وکړ او څمڅې ته لاړل هلته الله جل وعلا پری خوب راوست، ټوله سیمه یې په ایمان رڼا شوه.
فلهذا د نجات یوه ذریعه دا شوه چې د نیکو ملګرو سره مجلس انسان ته د فتنو نجات ورکوي.
دویمه کیسه د باغونو د خاوند ده یعنې؛ د مال او اولاد فتنه!
کیسه داسې بیانیږي چې الله پخپل نعمت سره یو سړي ته مال او اولاد پراخه نعمت ورکړی و خو ده دغه نعمتونه سپک او بابیزه وګڼل په کبر او سرکشۍ یې مغرورانه انداز وکړ نتیجه یی دا شوه چې هر څه یې له لاسه ووتل خو ده پښیمانتیا کوله چې دی پښیمانتیا هیڅ ګټه نه ورسوله.
د نجات ساحل ته د رسیدو لپاره بله کښتۍ دا شوه چې؛ ددنیا د معرفت حقیقت وپیژنو او عبرت تری واخلو.

دریمه کیسه د علم فتنه ده؛
موسی علیه السلام نه پوښتنه کیږی چې په ځمکه کې پوه څوک دی؟ ده ورته ویل؛ زه
ددی فتنې نه د نجات ساحل ته درسیدو لپاره کله چې موسی علی نبینا د حضرت خضر علیه السلام سره څه وخت شاګردي وکړه نو الله تعالی خپل نیک بنده ته دا وښوده چې له ده ډیر خلګ لا پوه او باخبره شته نو حکمت دا شو چې د علم دفتنې نه د بچ کیدو بل سبب تواضع او خاکساري ده.
څلورمه کیسه پکې د واک او پاچاهۍ د فتنې ده؛
هغه څه داسې ده چې یو ستر پاچا چې ځمکه کې یی راج باج چلوو، خلګو ته یی خیر رسوو، خو بیا یی داسې قوم (یاحوج، ماجوج) وموند چې نه ورسره په خبره پوهیده او نه یې د مخنیوي لاری چارې زده وی خو د اخلاص او ښه نیت په ذریعه یی کوښښ وکړ او پر هغوئ غالب شو نو بله نتیجه د نجات دا شوه چې؛ اخلاص د ښه نیت لپاره شرط دی.
ددی مبارک سورة یوه برخه کې دا څرګنده یږي چې ابلیس ددی ټولو فتنو اساسي محرک او پارونکی لکه رب فرمایی؛

(أفتتخذونه وذريته أولياء من دوني وهم لكم عدو بئس للظالمين بدلا) .
د د جال سره ددی سورة ربط او اړیکه؛
قیامت ته نږدې وخت کې دجال ددغو ۴ فتنو سره راڅرګندیږي؛
۱- له الله تعالی پرته به خلګ شرک ته رابولي ( د دین فتنه او خطر ویره)
۲- د مال فتنه او ویره
۳- د علم فتنه او ویره چې خلګ به ډیر د یو او بل په احوال خبریدو اسباب لټوي
۴- د واک او پاچاهۍ فتنه چې مطلب یی دا دی چې ډیری لرې پرتی محفوظې جغرافیي منطقې به د ظلم تر سیطرې لاندی راشي.
ددی پورته شیانو نه د نجات دغه ۴ لارې رب تعالی ښودلي دي؛

۱-د نیک ملګري سره ملګرتیا؛ الله تعالی په دغه مبارکه سورة کې مونږ ته ددی درس او ښوؤنه کوي چې د فتنو په دور او فتنو نه د بچ کیدو لپاره د صالحو او نیکو خلګو ملګرتیا وکړو لکه فرمایي؛
(وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطاً) (الكهف:٢٨).
ژباړه؛ او خپل زړه د هغو خلكو په ملګرتيا ډاډه کړه، چي د خپل روزونكي، پالونکي، واكوال د خوښې غوښتونكي، سهار او ماښام هغه ته بلنه وركوي. او له هغو څخه هیڅكله سترګي مه اړوه. ايا ته د دنيا ښکلا خوښوې؟ – د يو داسي چا اطاعت مكوه چي د هغه زړه موږ له خپل ياد څخه غافل کړيدى او د خپل نفس پيروي يې غوره کړېده او کړنلاره يې په افراط او تفريط باندي ولاړه ده.

٢- دا چې دنیا د فتنو یو ډول او ذریعه ده د دنیا په نعمتونو نا شکري او دنعمتونو نه نا سالمه ګټه د فتنی یو ډول دی نو د دنیا حقیقي پیژندنه پکار ده نو ځکه رب په دی سورة کې فرمایي؛
(وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاء أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيماً تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقْتَدِراً).
ژباړه: او [اې پېغمبره(ص)!] دوی ته د دنيا د ژوندانه حقيقت پدې مثال سره وښیه چي: نن موږ له اسمانه اوبه وورولې، نو د ځمكي بوزغلی ښه زرغون شو، او سبا هماغه شنيلي بوس شول چي بادونه یې په هوا وړي. الله په هر څه باندي قادر دى
د نجات دریمه کښتۍ او سبب د علم سره تواضع ده؛ که څوک تواضع ونلري ښایي چې په فتنه او غرور کې به غورځیږي، په دی هکله په همدې سورة کې د موسی علیه السلام تواضع چې د خضر علیه السلام په وړاندې یی کوي داسې بیانوي؛
(قال ستجدني إن شاء الله صابرا ولا أعصي لك أمراً).
ژباړه؛ او وویل موسی و خضر ته زر دی بیا موندی به ما صبر کونکې او ستا له امر پرته به څه نه کوم.
۴ – څلورم اهم او د اعمالو د قبلیدو، په دښمن د غلبیدو، په کارونو کې د منظم کیدو، خدمت او نورو ټولو اجتماعي خیرونو لپاره مهم او د نجات شرط هغه
اخلاص دی: رب فرمایي؛
( قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحاً وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَداً).
ژباړه؛ ووایه دی خلګو ته ای محمده! زه ستاسې په څیر یو انسان یم، صرف دومره ده چې ماته وحیې کیږي چې ووایم تاسو ته بیشکه چی ستاسې خدای ایکې یو دی، څوک چې ورسره د مخامخ کیدو امید لري نو پکار ده چې نیک کارونه وکړي( په نیت ښه سره) او څوک برخې والا شریک ورسره ونه ګرزوي.

اللهم نجنا من الفتن ما ظهر منها وما بطن

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button