افغان حکومت نړیوالې جنایي محکمې ته د امریکایي پوځیانو د جنایاتو څیړلو اجازه نه ورکوي

عزم (دوشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۹):دبشرحقونو څارونکې ډله وايي چې افغان چارواکي اجازه نه ورکوي چې نړیواله جنایي محکمه دې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو جګړییز جنایات وڅیړي.

د بشري حقونو مخکښې څیړونکي،«پاتریشیا گاسمن» اعلان کړی چې د کابل حکومت ترې غوښتي تر څو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د جنایاتو څیړنه پریږدي او خبرداری یې ورکړی دی چې«افغان حکومت به کله هم اجازه ورنکړي ترڅو پر افغان ولسونو د امریکایي پوځیانو د ترسره شویو جګړیزو جرایمو څیړنه وشي.»

په هلسینکي کې د بشري حقونو فعالانو په یوه راپور کې ویلي، کابل حکومت یادې محکمې ته ویلي، له دې امله باید دا پلټنې ودروي چې دوی پر دې کار کوي ترڅو یو سند تیار کړي چې پر اساس یې جنګي مجرمین ښه په نښه کړي.
خو محکمه وایي چې کابل حکومت په هغه موقف کې نه دی چې بهرني یا هم داخلي جنګي مجرمین دې په نښه او د عدالت منګولو ته راکش کړي، ځکه چې په وینا یې هلته دضعیف حکومت، پراخ فساد، غیرقانوني کړنو او جنګي مجرمینو د قیادت له امله دا هرڅه ناممکن ښکاري.

محکمه وایي، افغان چارواکو ورته ویلي چې دوی په خپله د نړیوالو ځواکونو لخوا د جنګي جرایمو څیړنه کوي، خو په خبره یې چې تر اوسه هیڅ کوم جنایي مورد چې د سي آی اې د ملیشو او امریکایي پوځیانو لخوا تر سره شوی وي، نه دی څیړلی او نه یې هم داجسارت کړی دی.

د شنونکو په باور، داسې ښکاري چې اشرف غني د واک په وروستیو کې هم امریکایي ملګرو ته خپله وفاداري ثابتوي او نه غواړي په هیڅ لحاظ د هغوی ستراتیژیکې، مادي او معنوي ګټې نقض شي.
د یادونې وړ ده چې اشرف غني له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک پرمهال هم لیکلې ژمنه کړې وه چې افغانستن کې به ټول امریکایان که په هرډول جنګي جنایاتو کې ښکیل وي، قضایي مصؤنیت ولري او هیڅ افغان ارګان به د امریکایي جرایمو د څیړنو، ارزونو او آن غندلو حق ونلري.

امریکا چې په دې وروستیو کې یې د یادې محکمې پر غړو بندیزونه هم ولګول، په شدت سره د امریکایي پوځیانو د محاکمې مخالفت کوي او همدا لامل ده چې غني هم د خپلې بقاء په شرط د امریکایي چارواکو د همدې پریکړې ملاتړ ته دوام ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button