د آی ايم ايف له قرضونو څه ډول خلاصېدلی شو؟!

س. بدري
په ټولنيزو رسنيو کې ډېری شمېر هغه افغانان چې پر خپل وطن درديږي، له طالبانو غواړي چې همدا اوس لا اعلان وکړي؛ چې موږ د هغه قرض اداء کولو ته نه يو ژمن، کوم چې د کابل اداره يې له کرونا سره د مبارزې په نامه، له آي ايم ايف څخه غواړي!
دوی وايي، په دې توګه به موږ د دغو سترو پورونو له اداء کولو څخه خلاص شو، کوم چې تر نسلونو نسلو د اقتصادي بحران سبب کېدلی شي.
د دوی اندېښنه بالکل پر ځای ده، ځکه چې دغه وران ويجاړ وطن او غريب ولس؛ هيڅکله د دغه ډول لوړو سودي قرضونو د اداء کولو توان نه لري او د دغو تباه کوونکو قرضونو له امله به دغه هېواد د تل لپاره محتاج او د نورو تمې ته پروت وي.
او همدغه د آی آيم ايف اداره د همدې موخې لپاره رامنځ ته شوې ده چې غريب هېوادونه، د ابد لپاره غريب پاتې شي او د ټولې نړۍ پيسې، ماليات او محصولات يوازې د همدې ادارې جيب ته راشي.
مګر حل څه دی؟!
ايا دا معقوله ده چې طالبان د کابل ادارې د اوسني قرض په اړه د آی ايم ايف ادارې ته خبرداری ورکړي، چې دغه قرضونه مو زموږ نوي اسلامي حکومت ته د منلو نه دي؟!
نه، هيڅکله نه. طالبانو د امريکايي اشغال د پيل له لومړۍ ورځې لا دغه فاسد نظام تحريم کړ او پر خلاف يې وسله واله مبارزه پيل کړه. نو دا چې اوس دغه نظام له آی ايم ايف څخه؛ د کرونا پر خلاف د مبارزې پر نامه قرضه غواړي، نو دا يې لومړۍ کړنه نه ده. بلکې د دغه نظام له پيل راهيسې دغه ډول په لسګونو او سلګونو تړونونه شوي، چې يو يې هم د هېواد په ګټه نه دی، ټول همدغه شان د هېواد پر تاوان او د پرديو پر ګټو مرتب دي.
نو که چېرې طالبان دغه قرضه رد کړي، نو بيا خو د دې معنی خو دا شوه، چې هغه پخواني ټول سم ؤ، خو اوسنی دغه يې ناسم ؤ، نو ځکه مو رد کړ!
يا په بل عبارت؛ کله چې يوه اداره په مجموع کې چا ته د منلو نه وي، نو د هغې جزئيات او وړې چارې ردول يا تأييدول څه معنی؟!
طالبان وايي چې دغه نظام په مجموع کې موږ ته د منلو نه دی، افغان ملت دغه ډول نظام نه غواړي، نه د افغان ملت استازيتوب کولی شي او نه د همدغو څو پلورل شويو اشخاصو پرېکړې د افغان ولس په استازيتوب بناء دي. بلکې دغه اداره د بهرنيو اشغالګرو له خوا يوه تپل شوې فاسده اداره ده، چې افغان ملت په مطلق اکثريت رد کړې او پر خلاف يې وسله وال مقاومت پيل کړی. افغانستان تقريقاً پنځه دېرش ميليونه نفوس لري، خو دغه اداره يو ميليون خلکو ته هم د منلو نه ده!
نو که رښتيا هم غواړئ چې افغانستان له دغه ډول ستونزو، زيانونو او بحرانونو نجات ومومي، نو راشئ په لوړ غږ له همدغه واحد موفقه ملاتړ اعلان کړئ او همدا دريځ بدرګه کړئ، چې د کابل اداره په مجموع کې افغان ملت ته د منلو نه ده، له تېرو دوو لسيزو راهيسې چې هر څومره تړونونه لاسليک شوي، فقط له همدغو څو شمېرليو اشخاصو پورې اړه لري او د کابل اداره هيڅکله د افغان ملت استازيتوب نه شي کولی.
موږ يو متحد او خپلواک اسلامي نظام درلود، هغه نظام بهرنيانو راړنګ کړ او له ځانه سره يې دغه فاسده اداره راوړه، نو د دغې ادرې شتون له هماغو بهرنيو صليبيانو پورې تړلی، هغوی چې نه وو، دا اداره هم نه وه او هغوی چې ورک شي، دا اداره به هم ورسره ختميږي. يعنې همدغه اداره او چارواکي يې له بهره راتپل شوي، دلته يې استبدادي او ديکتاتور نظام حاکم کړی او ملت يې د اختناق تر حده رسولی.
نو طبيعي ده چې ملت به هم بيرته تر خپله وسه جدي عکس العمل ښايي، په دې ډول چې د اسلامي نظام تر قائمېدو پورې به جهاد کوي، دغه نظام به له بيخه نړوي او د نظام په حيث به يې نه مني. مګر دومره ده چې د بهرنيو صليبي يرغلګرو له وتلو وروسته به د عامو افغانانو په توګه دوی سره هم د راتلونکي نوي اسلامي حکومت په اړه مشورې او خبرې اترې کيږي.
نور نو له دې ور هاخوا دغه شړېدلې او فاسده اداره افغان ملت ته هيڅ حيثيت نه لري، دغې کرغېړنې ادارې پرته له دې چې دې هېواد او ملت ته يې تل مالي او ځاني زيانونه اړولي، بل يې هيڅ کومه داسې کړنه نه ده کړې چې دوی يې په وياړ سره يادونه وکولی شي. بلکې همدغه ننني حاکم چارواکي به سبا خړې سترګې او ټيت سرونه خپل ملت ته حساب ورکوي.
ان شاء الله…!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button