ترکیې داځل عراق کې د کردانو ځپل پیل کړي؛ خو کوربه هیواد ته د منلو نه دي

عزم ( پنجشنبه، ۲۹غبرګولی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې ترکیې د سوریې په ادلب ولایت کې د “پي کې کې” په نامه د کردانو مقاومت ګروپ چې انقره یې تروریستي او د ځان لپاره لویه خطري ډله بولي وځپله؛ تازه ددغه هیواد د دفاع وزارت د یادې ډلې د بیخکنۍ پسې عراق ته ملا ور تړلې او د هغه هیواد په کُرد ټبره سیمو کې یې د دغې ډلې پرضد پراخ هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

ترکیه وایي، له تیرې ورځې را په دې خوا یې د عراق په کردستان کې د یادې تروریستي ډلې پرضد عملیاتو کې یې د هغوی ۵۰۰پوځي مرکزونه لمنځه وړي دي.

دغه عملیات چې د ترکیې د دفاع وزیر “خلوصي اکار” په رهبري مخته ځي، ترکیه یې د ځان لپاره نړیوال مشروع حق بولي او د ایف۱۶امریکایي الوتکو په ګډون په کې له خپلو پرمختللو هوایي او ځمکنیو وسلو کار اخلي.
خو کوربه هیواد عراق ته هم د سوریې د رژیم په څیر د ترکیې مداخله د منلو نه ښکاري او له تیرو ورځو راپه دې خوا یې په پرلپسې توګه درې ځله د ترکیې هیواد سفیر ور احضار او خپل شکایت لیک یې ورته اورولی دی.
ترکیې دا عملیات وروسته تر هغه پیل کړل کله چې کردانو په دې وروستیو کې پر ترکي سرتیرو څو بریدونه وکړل.
د یادونې وړ ده چې کرد یاغیان په سوریه او عراق کې د امریکا له پراخ پوځي ملاتړ برخمنه ډله بلل کیده چې اوس یې تر ډیره ورته شا کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button