داسې سیاست د کُرونا په مرض ووهې/ کاروان

ګرځي له کوترو سره پټ وي له منګور سره
یو لاس له اوبو سره او بل یې وي له اور سره

راشي په جلوت کې ښې سپېڅلې جامې واغوندي
ناست وي په خلوت کې یا له سره او یا له تور سره

دا کوي هم دا کوي عجبه تماشا کوي
یوه پښه یې له پلي سره بله یې له سپور سره

داسې سیاست د کُرونا په مرض ووهې
وران چې له آرام سره وي، جوړ چې وي له شور سره

سوې لوغړنه او وریته غزل پرې ولیکه
چېرته هم کاروانه که ته کېناستې له سکور سره

۳۰ جوزا ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست،توره وړۍ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: