په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر ۲۸۵۰۰ته ورسېد

عزم (یکشنبه، ۰۱، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرې اوونۍ په پرتله پر کرونا د ککړو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی دی؛ خو بیا هم دغه ناروغي په یو مخیز ډول ختمه شوې نه ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵۴۶تنه پر کرونا وبا ککړ شوي، چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر هم ۲۸،۴۲۴ ته ورسېد.«په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا له امله ۲۱تنه مړه شوي او ۳۳۰تنه ترې رغېدلي، چې د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۶۹ ته ورسېد او د رغېدلو کسانو شمېر هم ۸۳۰۰ ته رسېدلی دی.»

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په خبره، تراوسه په ټول هېواد کې د کرونا ۶۳،۹۵۱ معاینې ترسره شوي، چې ۲۸،۴۲۴ یې مثبتې وې او پاتې یې منفي وې.

په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د کرونا وایروس نښې په هرات کې وموندل شوې؛ خو ډېر ژر وروسته دغه ناروغي په ټول هېواد کې خپره شوه.

افغان حکومت د هېواد په ګڼو ښارونو کې ګرځبندیز لګولی و؛ خو د تېر کوچني اختر په ورځو کې ګرځبندیز مات شو او خلکو یو ځل بیا خپلې چارې پیل کړې.

اوس‌مهال یوازې دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي او نورې ټولې چارې پیل شوي دي.

د کرونا ناروغۍ د پیل راهیسې تراوسه له حکومت سره نږدې یو مېلیارد ډالر مرسته شوې ده، خو په ګڼو ولایتونو کې لا هم روغتونونه د کرونا ناروغۍ د معلومولو وسایل نه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button