طالبانو ۱۴تنه نور عسکر له بنده خوشي کړل

عزم (یکشنبه، ۱چنګاښ، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې نن یې یوځل بیا په لوګر، ننګرهار او نورستان له خپلو محابسو څخه د کابل حکومت ١٤ تنه عسکر او پولیس خوشي کړي دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې خوشي شوي دولتي منسوبین د کومک په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول شول.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تر دې مهاله تر ۶۰۰زیات عسکر له خپلو بندخونو آزاد کړي چې په بدل کې یې حکومت د ۵_۱ تناسب له مخې نږدې ۳زره کسان ور آزاد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د امریکایي او اروپایی دیپلوماتانو تر ملاتړ وروسته د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ یوځل بیا درولې او په یوه تازه اعلان کې د ناټو سفیر ویلي چې باید ځینې طالب زندانیان چې نومونه یې د طالبانو لیست کې هم دي، له بنده آزاد نه شي.
شنونکي په دې اند دي چې کابل حکومت +امریکا او لویدیځ متحدین یې د خپلو مرموزو موخو لپاره نه غواړي د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ ژر پیل شي او د همدې موخې لپاره د هر اړخیزو خنډونو د رامنځته کیدو هڅې کوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button