هند او چین ګډ سرحد ته په لسګونو زره سرتیري لیږلي

عزم جمعه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې هندي او چینایي عسکرو په ګډسرحد کې جګړه وکړه او په لسګونو هندي پوځیان په کې ووژل شول، تازه دواړو هیوادونو خپل ګډ سرحد ته په لسګونو زره سرتیري لیږلي، تر څو پرې د یوه او بل لوري د حملو مخنیوی وکړي.

د هندټایمز د راپور په حواله، نوي ډیلي خپلې درې فرقې عسکر له ټانګونو، د اوږد واټن ویشتونکو توپونو، الوتکو او نورو پوځي وسایلو سره یو ځای له چین سره پر پوله ځای پرځای کړي دي.
ټایمز وایي چې د هندي عسکرو هره فرقه عسکر له ۱۰ تر ۱۲زرو عسکر دي چې کابو ۳۰زره ځواک تشکیلوي.

راپورونه وایي، چې چین هم د لداخ په سیمه کې یوه فرقه عسکر ځای پرځای کړي او هم یې د ترصد او څارنې ګزمې پراخې کړې دي.

ویل کیږي د چینایي او هندي چارواکوخبرو تر دې مهاله کومه ځانګړې نتیجه نه ده ورکړې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: