د چا انسانیت؟!

 

کریم الله زاهد

له ډیرو غربپالو په مو اورېدلي وي چې وایي یوازي انسانیت ته ژمن دی ، خو له دوی و پوښتئ چې د چا انسانیت؟

د اروپایانو انسانیت؟

هغه چې د امریکا تر کشف وروسته یې ۱۰۰ میلیونه د امریکا اصلي اوسیدونکي سور پوستان ( سره هندیان ) قتل او د هغوی مالونه یې غصب کړل. اروپایانو به د سرو هندوانو پر سیمو حملې کولې، لومړی به یې د هغوی کښتونه له منځه وړل او وروسته به یې چې هر څوک خپل مقابل ګاڼه واژه به یې. د هر سره هندي د سر د پوست په تراشلو او د هغوی د ښځو او ماشومانو په مثله کولو مسابقې او جایزې وټاکل شوې. وروسته یې سورپوستانو ته داسي جامې او څادرونه ورکړل چې په زهري کیمیاوي موادو به لړل شوي وې، دې زهري موادو په سورپوستانو کې طاعوني امراض راپيدا کړل چې په ډیر تعداد سورپوستي یې له منځه یووړل.

دا قتل عام د ۱۶ میلادي پیړۍ په کال ۱۶۶۲ م کې په جیمزټاون ښار کې لومړی ځل د هسپانویانو لخوا پیل شو او وروسته د امریکا د وچې د نورو مناطقو د نیولو په منظور د انګریزانو ، فرانسویانو او پرتګالیانو لخوا ترسره شو. دې حملو تر ۱۹۰۰م کال پوري دوام وکړ چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه سورپوستان پکې ووژل شول. لومړني رئیس جمهور( جورج واشنګټن ) په پنځو کلونو کې د سرو هندوانو د ۳۰ سیمو څخه ۲۸ یې په مکمل ډول له منځه یووړې.

یا د هغو اروپایانو انسانیت چې نازي هټلر یې یوازي د ګوتو په شمار کلونو په جریان کې د هولوکاسټ (Holocaust ) يا پوره سوځوني په وسیله ۱۱ میلیونه انسانان قتل کړل. نازیانو دا کسان په مرمیو وژل، خو وروسته یې دا وژني په کاربن مونو اکساید (CO) ګازونو، لوږي، سوځولو او نورو پرمختللو وحشتناکو طریقو ترسره کولې.

یا د هغو فرانسوي اروپایانو انسانیت چې ناپلیون یې د واک د پراخولو لپاره په ناپیلیوني جګړو کې شپږ نیم میلیونه انسانان ووژل او اروپا د ډیر ښارونه یې وران کړل.

یا د هغو اروپایانو انسانیت چې په رومي امپراطورۍ کې یې د زندانیانو آزادي یوازي د ګلادیاتوري (Gladiatorial ) وحشتناکو جنګونو له لارې وه او هغه داسي چې دوه انسانان یا یو انسان او وحشي حیوان ( زمری، سپی یا لیوه ) به یې په یوه میدان کې سره پرېښودل، د لوړ پوړو حکومتي اشخاصو په شمول به د سیمي ټول خلک پرې راټول وه، دوی به جنګ شروع کړ، ټولو به لیدل چې یو انسان بل په وحشتناکه توګه وژني یا وحشي حیوان د ژوندي انسان د بدن اعضاوي شکوي او پرې کوي او دوی به ترې خوند اخیست، که به له دې لوبي انسان ژوندی پاته شو نو به یې آزاد کړ.

که په اروپایانو کې د انګریزانو انسانیت؟
هغه انګریزان چې پر افغانستان یې له زرګونو کیلو متره لیري څځه درې ځله یرغل کړی دی، پر داسي یوه قوم یرغل چې د یوې ټوټې وچې ډوډۍ په پيدا کولو پسې ستړي ستومانه ول. دلته یې په زرګونو افغانان ووژل، اولادونه یې یتیمان او ښځې یې کونډي کړې.

یا هغو انګریزانو انسانیت چې ددوی له وجې د هند تر اشغال وروسته په ۱۷۷۰مه م لسیزه کې یوازي د بنګال ( اوسني بنګلدیش ) په ایالت کې ۱۰ میلیونه هندوانو د لوږي، قحطۍ، مریضۍ، د انګریزانو د بد سلوکۍ او شکنجې او یا د اجباري کار د فشار له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دویم ځل په کال ۱۹۴۲ کې یو ځل بیا د انګریزانو خصوصا د هغه وخت د بریتانیا د صدر اعظم وینسټن چرچیل د استعماري تصامیمو له وجې په هند کې قحطي پيل شوه چې شاوخوا ۵ میلیونه نور هندوان یې د مرګ کومي ته کړل.

یا هغو انګریزانو انسانیت چې د جنوبي افریقا د بویر (Boer) په جنګونو کې یوازي د داخلي قیامونو د احتمالي خطراتو له امله د اجباري کار په قرارګاوو کې په زرګونو انسانان زنداني کړل چې یوازي د یوه کال په جریان کې د لوږي او مریضۍ له وجې شاوخوا ۱۰ زره کسان په دې قرارګاوو کې مړه شول او دا ټول ددې لپاره چې برتانیا په جنوبي افریقا کې خپلو استعماري اهدافو ته ورسیږي. د بویر په جنګونو کې مجموعا ۳۰ زره انسانان مړه شول او انګریزانو د جنوبي افریقا د مهارولو لپاره ددې ۳۰ زره مړو علاوه د ماشومانو او ښځو په شمول ۴۸ زره غیر نظامي کسان ووژل.

یا هغو انګریزانو انسانیت چې په ایران کې یې د دوو کالو (۱۹۱۷م – ۱۹۱۹م ) په جریان کې د ایرانیانو نسل وژنه ( Genocide ) رامنځه کړه او شاوخوا ۹ میلیونه ایرانیان یې ووژل چې دې اندازې د ایران د هغه وخت د ټول نفوس ۴۰ مه برخه جوړول. د امریکا د خارجه چارو د وزارت د اسنادو پر اساس په ۱۹۱۴م کې د ایران نفوس ۲۰ میلیونه تنه وو خو دا اندازه په کال ۱۹۱۹م کې ۱۱ میلیونه تنه ته راکښته شوه.

که د امریکایانو انسانیت؟
هغه چې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي پر ښارونو يې اټومي بمونه وغورځول او له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول شاوخوا دوه لکه شل زره بې ګناه انسانان قتل کړل او په زرګونو نور انسان په هماغه سیمو کې ددې دوو بمونو له خطرناکو صحي تاثیراتو وکړېدل. د امریکایانو دا جنایت ښایي د امریکا په تاریخ کې یو له تر ټولو سترو جنایتونو څخه وي.

یا د هغو امریکایانو انسانیت چې په ویټنام کې د ۱۶ کلونو په جریان کې د ښځو او ماشومانو په شمول شاوخوا درې میلیونه انسانان قتل کړل، پر ویټنام باندي د امریکایانو تر یرغل وروسته نه یوازي دا چې په دومره لویه اندازه انسانان ووژل بلکي د ښارونو، کلیو، کښت او کروندې له تباهۍ نیولې ، پر ژوندیو انسانانو د کیمیاوي موادو تر استعمال، د انسانانو د بدن او اعضاوو تر پرې کولو او پر ویټنامي ښځو تر جنسي تیري پورې ډول ډول جنایات ترسره کړل.

یا د هغو امریکایانو انسانیت چې په دویم نړیوال جنګ کې د آلمان ( جرمني ) کې یې پر آلماني زندانیانو او هغو سیمو پر غیر نظامي اوسېدونکو باندي په مستقیم او غیر مستقیم ډول غذايي مواد بند کړل او له امله یې په زرګونو آلمانیان له لوږې مړه شول.

یا د هغو امریکایانو انسانیت چې پر عراق تر یرغل وروسته یې یونیم میلیون انسانان ووژل. پر ښځو او ماشومانو تجاوز، له کیمیاوي اسلحو استفاده، د ځوانانو او د امریکا د یرغل مخالفینو وژل، د زده کړو او پرمختیايي مراکزو تخریب او له منځه وړل، د بې ګناه انسانانو بې دلیله وژل، د خلکو د مالونو چور کول او د کښتونو او کروندو ویجاړول په عراق کې د امریکایانو د جنایاتو یوه برخه ده.

یا هغو امریکایانو انسانیت چې پر کمزوري افغانستان یې ټوله نړۍ راکوټه کړه، دلته یې په B-52 ډوله تیارو، کروز توغندویو او نورو وژونکو اسلحو په زرګونو انسانان قتل کړل، په زرګونو نور یې زخمیان، بې کوره او بې سرپرسته کړل. هغه امریکایان چې له واړه بم څخه نیولې تر مور بمه ټول پر دې خاورې و آزمایل. که څوک په افغانستان او عراق کې د امریکا د وحشت اصلي څېره وویني، انسانیت ته به یې لاړې ور تف کړي.

که هغو امریکایانو انسانیت چې په نړۍ کې د ډیرو بې نظمیو او ګډوډیو اصلي سرچینه ده. د یوه راپور په اساس امریکا یوازي د شلمي پيړۍ په دویمه نیمايي کې شاوخوا ۱۰۰ نظامي کودتاوي او د حکومتونو راپرځول رهبري کړي دي، په لسګونو واره یې په مستقیمه توګه د هیوادونو په اشغال لاس پوري کړی دی او یا یې هغوی په نظامي مداخلې تهدید کړي دي.

که هغو امریکایانو انسانیت چې په زرګونو انسانان یې بغیر له محکمې پخپلو وحشي زندانونو کې ساتلي او څوک حتی د خپل حق او آزادۍ څخه د دفاع لپاره د وکیل ټاکلو اجازه هم نه لري چې ښه مثالونه یې د ګوانتانامو، ابوغریب او کندهار وحشي زندانونه دي. په دې زندانونو کې امریکایانو د وحشت ریکارډونه مات کړل، داسي وحشتونه چې څوک یې حتی د پوره ویلو تاب نه لري.

که د روسانو انسانیت؟
هغه روسان چې سټالین یې تر هلټر هم په وحشت کې څوک قدمه مخکي وو او شاوخوا ۲۰ میلیونه انسانان یې په اعدام، لوږه، سخت کار او یخنۍ سره ووژل. جوزف سټالین د شوروي د کمونستی نظام دیکتاتور رهبر وو چې خپل ټول مخالفین یې یا قتل، یا تبعید او یا د اجباري کار قرارګاوو ته لیږل تر دې چې ښځې یې دده د جنایاتو د اورېدو تاب رانه وړ ، لومړی په رواني تکلیف اخته شوه او وروسته یې ځان وژنه یې وکړه. سټالین خپل رقیب او د لینن خاص شاګرد لییون تروتسکي له منځه یووړ او حاکمیت یې ترلاسه کړ، وروسته یې د شوروي د ټولو ځمکو د کنترول لپاره د ګولاګ (Gulag) په نوم اداره رامنځته کړه ، دې ادارې د سټالین سیاسي محکومین او مخالفین د سایبریا یخو سیمو ته د اجباري کار قرارګاوو ته لیږل چې په دې ډول په زرګونو انسانان د سخت کار، یخنۍ او قصدي لوږي له امله ووژل شول. همدارنګه د سټالین د کښتونو او حاصلاتو د اشتراکسازۍ سیاست په ټول شوروي کې د قحطۍ یو توفان راویست چې پکې میلیونونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

که هغو روسانو انسانیت چې په افغانستان کې یې د کمونیزم د حاکمیت پر مهال شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانان ووژل، یو میلیون یې معیوب او څلور نیم میلیونه یې هجرت ته مجبور کړل، د هیواد ډیري بسټیزي پروژې پکې له منځه ولاړې، هیواد په کنډواله بدل شو او یوه بل اشغال ته یې لاره هوراه کړه.

که د چینایانو انسانیت؟
هغه چې د مائو ( ماتوسي تونګ ) بدمرغو سیاستونو او شکنجو یې یوازي په څلورو کلونو ( ۱۹۵۸-۱۹۶۲ م ) کې ۴۵ میلیونه کسان له لوږي ووژل. لوږه تر دې حده ورسېدل یوه هلک یوه اندازه غله غلا کړې وه، د محلې حاکم د هلک پلار اړ کړ چې خپل زوی ژوندی تر خاورو لاندي کړي چې وروسته یې پلار هم د همدې درد او عصبي تکلیفه مړ شو. دا د تاریخ تر ټولو وحشتناکه انسان بلل کیږي چې په ډیر کم وخت کې یې له وجي په یو پرنفوسه هیواد کې په دومره اندازه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

٭ که د یهودو انسانیت چې په فلسطین کې د څلورو پیړیو راهیسي مظلوم مسلمانان وژل کیږي، زنداني کیږي او ځمکي ترې غصبیږي.

٭ که د برما ( میانمار ) د بودایانو انسانیت چې د برما اقلیت مسلمانان په دومره وحشت شهیدانوي چې سترګي یې د لیدلو قابلې نه دي. له ژوندي په اور سېځلو رانیولې تر ژوندي ټوټه کولو او سختو شکنجو او زنداني کولو پوري په ډول ډول وحشتونو د هغه ځای لږکي مسلمانان وژل کیږي په داسي حال کې چې نه یې غربي رسنۍ په اړه څه وایي او نه پردي پال مسلمان حاکمان.

٭ او که د هغو کسانو انسانیت چې په دویم نړیوال جنګ کې یې یوازي په څلورو کلونو کې ۲۷ میلیونه کسان ووژل، یعني په هره ورځ کې ۱۷ زره کسان. ددې تلفاتو ۵۰ سلنه د عامو خلکو وه چې په جنګ کې هیڅ ډول شریک نه وه.

حقیقت دادی چې د انسانیت په نوم د هیومنزم (Humanism) الحادي نظریه اصل کې د دین سره د ضد پر بنیاد رامنځته شوې چې وايي دین د انسان شخصي عمل دی، موږ باید د انسانانو په حیث داسي ژوند وکړو چې د مسلمان، یهودي، نصراني او نور اصطلاحات مو تر مینځ نه وي. دا خبره د اسلام له بنیاد سره په ټکر کې ده، که موږ د انسانیت په نوم سره راټولېدلای او ترمنیځ مو کافر او مسلمان خبره نه وای، د مجرم او غیر مجرم تر مینځ توپيره نه وای نو دا په زرګونو پیغمبرانو ته څه ضرورت وو؟ الله تعالی ولي په لسګونو کتابونه او صحیفې رانازلولې؟ بیا د حق او باطل کلمه څه معنی لري؟

الله تعالی په زرګونو پیغمبران او په لسګونو کتابونه او صحیفې ځکه نازل کړي چې د کافر او مسلمان فرق وشي، د هغه کس چې الله تعالی په خدایۍ مني، پر ملائکو، کتابونو، پیغمبرانو او آخرت په ورځ ایمان لري او دهغه چا تر مینځ توپیر وشي چې په دې یوه هم باور نه لري، دې ټولو ته زړې فلسفې وايي، انسان د آدم علیه السلام اولاد نه بلکي د بیزو له نسله ګڼي، انسان د شنه بوټي په شان ګڼي چې که مړ شي ټوله کیسه یې ختمه شوه، نه حساب شته نه کتاب.

د انسانیت په نوم د هیومنزم (Humanism) نظریه کاملا الحادي نظریه ده چې نه پر خدای باور لري، نه پر دین او پيغمبر. غرب او په ټوله کې کافران د اسلام او مسلمانانو تر مینځ د ټینګو اړیکو په سستولو لګیا دي، ځکه همدا اړیکه ددوی د غربي او استعماري اهدافو مخه نیولې او همدا اړیکه ددوی غربي فلسفه ننګوي.

الله تعالی د اسلام په دین کې د هر چا حقوق او احکام ټاکلي دي. د هغه کافر لپاره هم احکام شته چې په اسلامي خاوره کې بې ضرره ژوند کوي، نه د چا ژوند ته لاس اوږدوي، نه د چا ناموس او مال ته. اسلامي نظام به دداسي کافرانو امنیت تضمینوي، د هغوی د سر، مال او ناموس ساتنه به کوي. خو د هغو کافرانو لپاره هم احکام شته چې زموږ پر دین، خاوره، مال او ناموس تجاوز کوي، دلته له توپ او ټانګ سره پر موږ خپل فرعونیت ترسره کوي، دداسي کافرانو په وړاندي الله تعالی هر مسلمان مکلف کړی چې د خپل دین، خاوري، ناموس او مال څخه د دفاع په خاطر له دوی سره جهاد وکړي، لاسونه یې ور لنډ کړي او له خپلې خاورې یې وشړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button